خوست ښار/ جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۷): خوست ښار کې د ولسي جرګې د يو نوماند د کمپاين پر موټر د ماين چاودنه شوې او په جلال اباد ښار کې له قانون څخه ۱۱ سرغړونکي نیول شوي دي.
دغه ماين چاودنه نن د (تله ۱۳مه) له غرمې مخکې ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې د خوست ښار په مجاهد څلور لارې کې د ولسي جرګې د نوماند عبدالنصير حقمل د کمپاين په موټر شوې ده.
د خوست امنيه قوماندانۍ چارواکو د پېښې د تائيد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د نصير حقمل د کمپاين څلور پلويان ټپيان شوي چې په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل دی.
په همدې حال کې د خوست ملکي روغتون چارواکي وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور ټپيان ور وړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت يو څه نازک ښودل شوی.
دا دويمه د ماين چاودنه ده چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د نوماندانو د کمپاين پر موټرو کيږي، چې لومړی هغه يې د حزب اسلامي د يو نوماند عبدالولي اخلاص د کمپاين پر موټر شوې وه.
ديو بل خبرله مخې، امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې له قانون څخه ۱۱ تنه سرغړونکي ونیول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند عیدګاه جومات سیمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د طارق خیري په مشرۍ هغه ۱۱ کسان ونیول شول،چې د امنیتي ځواکونو له لوري له وسلو سره جومات ته د نه پرېښودو له امله یې له دوی سره د ډزو ترڅنګ شاوخوا شل دقیقې تاوتریخوالی رامنځته کړ.
هغه زياته کړه چې له یادو کسانو څخه ۸ میله کلاشینکوفونه،۱ میل تومانچه او پنځه عرادې موټر هم نیول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن