Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې چاودنې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار (پژواک، ۱٣ تله ۹۷): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپيان کړي دي.

دغه پېښه  پرون مازدیګر د دغې ولسوالۍ په دښت سیمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو یو تونس موټر چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، د سړک غاړې پر ماین برابر شوی او چاودنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دغه پېښه کې  دوه نجونې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه په کې ټپيان شوي دي.

دی وايي، دغه ماین تازه د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی وو چې ملکي وګړي یې ښکار شول.

دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو خښ شوی ماین ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې په دې ولایت کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، هره ورځ په عامه ځایونو او لارو کې د وسله والو له خوا خښ شوي لسګونه ماینونه کشف او شنډوي، خو بیا هم دغه ماینونه تل ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.