دويم تعقيب- کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٧): پوليس وايي چې د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند د ښينه پله په سيمه کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ چادونه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د کورنيو چارو وزارت د وړتيا لوړولو کورس (سټف کالج) پر موټر وشوه چې په کې د ياد مرکز يو ښوونکی ووژل شو.
هغه زياتوي، وروسته دويمه چاودنه وشوه چې له امله يې يو کس ووژل شو او د دوولسمې امنيتي حوزې شپږ سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شول.
دی زياتوي، کېدای شي دويم وژل شوی کس هم د کورنيو چارو وزارت منسوب وي.
د سيمې یو اوسېدونکى او عيني شاهد اميد هم وايي چې شاوخوا اووه نيمې بجې د الوخېلو او شينې کلي ترمنځ پله سره چاودنه وشوه.
هغه وويل، وروسته بله چاودنه هم په داسې حال کې رامنځته شوه چې پوليس او ځيني خلک د لومړۍ چاودنې ځاى ته راټول شوي وو.
دى وايي، کېداى شي وروستۍ چاودنه مرګ ژوبله ولري، خو دى د پېښې ځاى ته نږدې نه دى ورغلى او په اړه يې معلومات نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن