Language

ولسمشرغني: اوباشانو ته اجازه نه ورکوو د مزارشريف ښار نا امن کړي

مزارشريف (پژواک، ١٤ تله ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او اوباشانو ته به اجازه ور نه کړي چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

ولسمشر اشرف غني بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ له ماښام وروسته د دغه ولایت له قومي مشرانو سره وکتل.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت مشرانو د حکومت له اقتصادي برنامو او سولې پروسې د ملاتړ تر څنګ د امنیت، د برېښنا د بیې لوړوالي، د ګمرکي محصول د زیاتوالي، د متقاعدینو د تنخواوو په ورکړه کې د ځنډ، په مشرانو جرګه کې د ترکمن استازي د انتصاب، په ادارو کې د قومونو د مشارکت او د اوبو مهارولو په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

ولسمشر غني وويل، بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او د امنیت د ټینګښت په موخه د دغه ولایت په نا امنو ولسوالیو کې علمیات دوام لري.

هغه زیاته کړه: ((اوباشانو ته اجازه نه ورکوو چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې ایجاد کړي، د مزارشریف ښار د امنیت د ټینګښت لپاره یوه ځانګړې قطعه استخدامېږي.))

ولسمشر د بلخ ولایت اقتصادي اهمیت حیاتي وباله او زیاته یې کړه، بلخ ولایت د حکومت د اقتصادي برنامو په زړه کې قرار لري. هغه د دغه ولایت سوداګر او پانګوال د صادراتو پر زیاتوالي تمرکز ته وهڅول.

اشرف غني د برېښنا د بیې لوړوالي ته په اشارې وویل، په دې برخه کې د برېښنا شرکت پلاوی تعینېږي چې دا ستونزه تر ارزولو وروسته حل کړي. هغه زیاته کړه، د متقاعدینو ستونزې ته هم فوري رسېدنه‏ کېږي.

ولسمشر د قومونو د یووالي او مشارکت پر تامین ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ژر به د افغانستان ترکمنان انتصابي سناتور په مشرانو جرګه کې ولري.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر غني پرون د بلخ پوهنتون له استادانو او د پوهنې له مسوولینو سره وکتل او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل.

ولسمشر د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکې ورکړه او د درسي نصاب په اړه یې وویل، په ښوونځیو کې د زده کړې سیستم باید بدلون وکړي او د زده کړې د کیفیت پر ښه والي یې ټینګار وکړ.

هغه ټینګار وکړ، هېڅ زورواکي ته د کانکور، پوهنې او لوړو زده کړو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او د پوهنې سیستم به په بنیادي توګه اصلاح شي او په دغه وزارت کې دوه ښځینه معینانې ګومارل کېږي.

ولسمشر د ښار او کور جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ښوونکو ښارګوټي لپاره واضح پلان تنظیم کړي او د بلخ والي ته یې لارښوونه وکړه چې ځانګړې شوې بودجه دې د ښوونځیو په ترمیم کې ولګوي.

login or register a new account.