مزارشريف (پژواک، ١٤ تله ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او اوباشانو ته به اجازه ور نه کړي چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي.
ولسمشر اشرف غني بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ له ماښام وروسته د دغه ولایت له قومي مشرانو سره وکتل.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت مشرانو د حکومت له اقتصادي برنامو او سولې پروسې د ملاتړ تر څنګ د امنیت، د برېښنا د بیې لوړوالي، د ګمرکي محصول د زیاتوالي، د متقاعدینو د تنخواوو په ورکړه کې د ځنډ، په مشرانو جرګه کې د ترکمن استازي د انتصاب، په ادارو کې د قومونو د مشارکت او د اوبو مهارولو په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.
ولسمشر غني وويل، بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او د امنیت د ټینګښت په موخه د دغه ولایت په نا امنو ولسوالیو کې علمیات دوام لري.
هغه زیاته کړه: ((اوباشانو ته اجازه نه ورکوو چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې ایجاد کړي، د مزارشریف ښار د امنیت د ټینګښت لپاره یوه ځانګړې قطعه استخدامېږي.))
ولسمشر د بلخ ولایت اقتصادي اهمیت حیاتي وباله او زیاته یې کړه، بلخ ولایت د حکومت د اقتصادي برنامو په زړه کې قرار لري. هغه د دغه ولایت سوداګر او پانګوال د صادراتو پر زیاتوالي تمرکز ته وهڅول.
اشرف غني د برېښنا د بیې لوړوالي ته په اشارې وویل، په دې برخه کې د برېښنا شرکت پلاوی تعینېږي چې دا ستونزه تر ارزولو وروسته حل کړي. هغه زیاته کړه، د متقاعدینو ستونزې ته هم فوري رسېدنه کېږي.
ولسمشر د قومونو د یووالي او مشارکت پر تامین ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ژر به د افغانستان ترکمنان انتصابي سناتور په مشرانو جرګه کې ولري.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر غني پرون د بلخ پوهنتون له استادانو او د پوهنې له مسوولینو سره وکتل او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل.
ولسمشر د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکې ورکړه او د درسي نصاب په اړه یې وویل، په ښوونځیو کې د زده کړې سیستم باید بدلون وکړي او د زده کړې د کیفیت پر ښه والي یې ټینګار وکړ.
هغه ټینګار وکړ، هېڅ زورواکي ته د کانکور، پوهنې او لوړو زده کړو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او د پوهنې سیستم به په بنیادي توګه اصلاح شي او په دغه وزارت کې دوه ښځینه معینانې ګومارل کېږي.
ولسمشر د ښار او کور جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ښوونکو ښارګوټي لپاره واضح پلان تنظیم کړي او د بلخ والي ته یې لارښوونه وکړه چې ځانګړې شوې بودجه دې د ښوونځیو په ترمیم کې ولګوي.
په دې کتنه کې ولسمشر بلخ ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې او د دغه ولایت والي ته یې لارښوونه وکړه چې له اړوند برخو سره په مشوره دې د شفاف میکانیزم له لارې هغه په موثره توګه ولګوي.
دغه راز ولسمشر اشرف غني د بلخ د ولایتي شورا له ريیس او غړو سره هم وکتل.
د بلخ د ولایتي شورا ريیس محمد افضل حدید وچکالۍ او سېلاب ځپلو ته د رسېدنې، نا امنو ولسوالیو ته د پاملرنې، د محبس ودانۍ د جوړېدو، د امو د سواحلو د تخریب د مخنیوي، د برېښنا د بیې، د چهارکنت سړک د بیارغونې او ولسوالیو ته د برېښنا د وېش په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر له هغوی د خپلو غوښتنو او وړاندیزونو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او له ولایتي شورا یې وغوښتل، د وچکالۍ او سېلاب ځپلو نوملړ برابر کړي چې هغوی ته غنم ووېشل شي.
هغه زیاته کړه، د بلخ امنیت د حکومت په کاري لومړیتوب کې دی او په نا امنو ولسوالیو کې پوځي عملیات کېږي.
هغه د محبس د ودانۍ جوړېدو په اړه وویل، د قيمت له سنجولو وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










