Language

ولسمشر غني: دښمنان غواړي د شمال په نا امن کولو سره د لويو اقتصادي پروژو مخه ونيسي

مزارشريف (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): ولسمشر غني بلخ ولايت ته د خپل سفر په دويمه ورځ وويل، په شمالي ولايتونو کې ځکه د جګړې تودېدو هڅې کېږي چې دښمنان غواړي د افغانستان د لويو اقتصادي پروژو د تطبيق مخه ونيسي.

نوموړي د تلې په ۱۴مه د بلخ له قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو سره په ګډه ناسته کې وويل چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د حلکومت ټوله پاملرنه د شمالي ولايتونو د امنيت پر ښه والي وي.

غني زياته کړه چې په شمالي ولايتونو کې ځکه د جګړې تودېدو هڅې کېږي، څو د لويو اقتصادي پروژ مخه ونيول شي او همدا راز له منځنۍ اسيا سره د افغانستان اړيکو ته زيان ورسېږي.

ولسمشر غني امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د بلخ د څلورو ولسواليو امنيت دې د افغانستان د ملي امنيت په لومړيتوبونو کې ونيول شي.

هغه وايي چې د بلخ په پوليسو کې به ځانګړي اصلاحات راشي او همدا راز به د امنيت د ټينګښت په موخه د ښاري امنيتي حوزو تشکيل زيات کړای شي.

ولسمشر د بلخ والي اسحاق رهګذر ته په خطاب کې وويل: ((ځانګړی استازی مې وې، اوس هم يې او راتلونکي کې به هم يې، مننه چې د مزار د ناسم وضعيت په اړه دې راپور راکړ او له ما دې ځانګړې قطعه وغوښته، په لسهاوو ځانګړې قطعې دې په خدمت کې دي.))

غني زياته کړه چې ولسواکي بايد د سالمو نيوکو پر بنسټ ولاړه وي او کوم ولسمشر چې د نيوکې اورېدو تحمل ونه لري، په افغانستان کې ځای ورته نشته.

ولسمشر په کنايي الفاظو وويل: ((زموږ دنده ده څو د مولانا ښار (مزار شريف) ته د وصل لپاره راشو، نه د فصل لپاره او که نی فغان ولري، بايد چوپ يې کړو.))

غني دا هم وويل چې بلخ ته له سفر څخه يې راتلونکې ته د خلکو د هيله مندۍ پيغام واخيست.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې جدي تحولاتو، اصلاحاتو، ولسواکۍ، مېرمن سالارۍ او ځوان سالارۍ ته شديده اړتيا ليدل کېږي.

د هغه په خبره، بلخ د ټولو افغانانو ملي مشارکت ته اړتيا لري او موږ يې عملي کېدو ته په بشپړ ډول ژمن يو.

ولسمشر غني د بلخ د اقتصادي اهميت په اړه وويل چې دغه ولايت له منځنۍ اسيا، روسيې او چين سره د افغانستان د اړيکو دروازه ده.

login or register a new account.