مزارشريف (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): ولسمشر غني بلخ ولايت ته د خپل سفر په دويمه ورځ وويل، په شمالي ولايتونو کې ځکه د جګړې تودېدو هڅې کېږي چې دښمنان غواړي د افغانستان د لويو اقتصادي پروژو د تطبيق مخه ونيسي.
نوموړي د تلې په ۱۴مه د بلخ له قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو سره په ګډه ناسته کې وويل چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د حلکومت ټوله پاملرنه د شمالي ولايتونو د امنيت پر ښه والي وي.
غني زياته کړه چې په شمالي ولايتونو کې ځکه د جګړې تودېدو هڅې کېږي، څو د لويو اقتصادي پروژ مخه ونيول شي او همدا راز له منځنۍ اسيا سره د افغانستان اړيکو ته زيان ورسېږي.
ولسمشر غني امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د بلخ د څلورو ولسواليو امنيت دې د افغانستان د ملي امنيت په لومړيتوبونو کې ونيول شي.
هغه وايي چې د بلخ په پوليسو کې به ځانګړي اصلاحات راشي او همدا راز به د امنيت د ټينګښت په موخه د ښاري امنيتي حوزو تشکيل زيات کړای شي.
ولسمشر د بلخ والي اسحاق رهګذر ته په خطاب کې وويل: ((ځانګړی استازی مې وې، اوس هم يې او راتلونکي کې به هم يې، مننه چې د مزار د ناسم وضعيت په اړه دې راپور راکړ او له ما دې ځانګړې قطعه وغوښته، په لسهاوو ځانګړې قطعې دې په خدمت کې دي.))
غني زياته کړه چې ولسواکي بايد د سالمو نيوکو پر بنسټ ولاړه وي او کوم ولسمشر چې د نيوکې اورېدو تحمل ونه لري، په افغانستان کې ځای ورته نشته.
ولسمشر په کنايي الفاظو وويل: ((زموږ دنده ده څو د مولانا ښار (مزار شريف) ته د وصل لپاره راشو، نه د فصل لپاره او که نی فغان ولري، بايد چوپ يې کړو.))
غني دا هم وويل چې بلخ ته له سفر څخه يې راتلونکې ته د خلکو د هيله مندۍ پيغام واخيست.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې جدي تحولاتو، اصلاحاتو، ولسواکۍ، مېرمن سالارۍ او ځوان سالارۍ ته شديده اړتيا ليدل کېږي.
د هغه په خبره، بلخ د ټولو افغانانو ملي مشارکت ته اړتيا لري او موږ يې عملي کېدو ته په بشپړ ډول ژمن يو.
ولسمشر غني د بلخ د اقتصادي اهميت په اړه وويل چې دغه ولايت له منځنۍ اسيا، روسيې او چين سره د افغانستان د اړيکو دروازه ده.
د هغه په وينا، هڅې روانې دي، څو بلخ ولايت د نړۍ په کچه پر يوه ستر سوداګريز او اقتصادي مرکز بدل کړای شي.
نوموړي زياته کړه، هڅه يې دا ده څو د افغانستان ټول قومونه او قشرونه وصل کړای شي.
ولسمشر غني د بلخ امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې ټول هغه کسان بايد سرکوب شي چې د دغه ولایت د امنيت خرابولو هڅې کوي.
ولسمشر غني د جګړې د خصوصي کېدو په تړاو يو ځل بيا په ټينګار سره وويل: ((هېڅ خارجي مزدور عکس ته ضرورت نه لرو او نه هم دا جګړه پرېږدو چې خصوصي شي، زموږ امنيتي ځواکونه بشپړه توانايي لري چې له دې خاورې دفاع وکړي.))
غني زياته کړه که افغانان متحد وي، د نړۍ هېڅ قدرت نه شي کولای ماتې ورکړي.
ولسمشر غني دا هم وويل چې د افغانستان سياسي قشر په خپل منځ کې لويه ستونزه نه لري او په خبره يې يواځې د څو څوکيو د تصرف لپاره اختلافاتو ته لمن وهل کېږي.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام زياته کړه چې د افغانستان دښمنان د جګړې په ميدان کې مات شوي او اوس غواړي چې د افغانانو ترمنځ مذهبي اختلافات رامنځته کړي.
هغه وويل: ((د افغانستان دښمنان به همداسې ړانده وي؛ ځکه افغانان متحد او يوموټی دي.))
ولسمشر زياته کړه چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسمشريزو ټاکنو په بريا ترسره کول، د قانون د بريا لامل ګرځي.
هغه زياتوي چې د څوکۍ او دندې ميراثي کېدو عرف بايد له منځه ولاړ شي.
ولسمشر وويل چې په مزارشريف کې د معتادينو لپاره ځانګړی ځای او د بلخ زندان د پراختيا لپاره نوې ساحه په اختيار کې ورکوي او همدا راز به د تدارکاتو کمېسيون په راتلونکې غونډه کې د بلخ د حلقوي سړک د بشپړېدو موضوع هم تر بحث لاندې ونيول شي.
ولسمشر زياته کړه چې د فقر ستونزه د صدقې په اخيستو نه شي حل کېدای، بلکې په وينا يې چې د حل لپاره يې بايد کاري فرصتونه رامنځته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










