Language

اکبري: په بلخ کې به هېڅ زورواکي ته په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړو

مزارشريف (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې هېڅ زورواکي ته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

دوی زياتوي چې د نن ورځې تر پايه به په بلخ کې اړتيا وړ ټولې بايومټريک دستګاوې هم ور ورسېږي.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو د تلې په ۱۹مه مزارشريف ښار کې له سياسي احزابو، قومي مشرانو او يو شمېر مدني فعالانو سره په ګډه ناسته کې د ټاکنو په ښو ترسره کېدو بحث وکړ.

په ياده غونډه کې د سياسي ګوندونو استازو غوښتنه وکړه چې ټاکنې دې په شفاف ډول ترسره شي.

د بلخ د ټاکنو رييس محمد ظاهر اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده غونډه يې له سياسي احزابو او مدني فعالانو سره د لا ډېرې همغږۍ په موخه جوړه کړې ده.

د هغه په خبره، په نننۍ ناسته کې يې د سياسي احزابو نظريات او غوښتنې اورېدلي چې له مخې به يې کمېسيون خپلې چارې لا ښې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه چې له بايومټريک سيستمه د استفادې په تړاو يې د ټاکنو کمېسيون کارمندانو ته له وړاندې روزنيزه لړۍ پيل کړې او زياتوي چې د نن ورځې تر پايه د بايومټريک ټولې دستګاوې هم بلخ ته ور ورسېږي.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه چې هېڅ زورواکي ته به اجازه ورنه کړي چې ټاکنو کمېسيون چارو کې لاس وهنه وکړي.

د هغه په خبره، د بلخ ولايت سيمه ييزو مسوولينو په دې تړاو ډاډ هم ورکړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړ چې بايومټريک سيستم پروسه شفافه ده او په دې تړاو دې څوک اندېښنه نه کوي.

اکبري په خپلو خبرو کې وويل چې په بلخ کې ۴۱ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله لا هم تړلي چې له ډلې يې په ۱۲ مرکزونو کې د نوم ثبتونې پروسه هم ترسره شوې وه.

د هغه په خبره، امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې تړل شوي مرکزونه به د عملياتو له لارې پرانيستل شي.

login or register a new account.