Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځانګړو ځواکونو په کاپيسا کې دوه صرافان نيولي

محمود راقي (پژواک، ٢١ تله ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت اړونده ځانګړو ځواکونو په کاپيسا ولايت کې دوه تنه صرافان نيولي دي.

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان  محمد نعيم ساپي د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  له کورنيو چارو وزارت څخه راغلو ځانګړو ځواکونو نن  له غرمې وروسته د ولسوالۍ په تعمير بازار کې عمليات وکړل.

هغه زياته کړه چې دوى دوه تنه صرافان ونيول او له ځانه سره يې کابل ته ولېږدول.

د نوموړي په وينا، پر دغو صرافانو د نشه يي توکو کاروبار، وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو او د اختطاف په يوه قضيه کې د لاس لرلو تورونه دي.

د تګاب د بازار يو تن دوکاندار حفيظ الله هم پژواک اژانس ته وويل چې نن بازار د ځانګړو ځواکونو له خوا کلا بند شو او ياد کسان يې تر نيولو وروسته له سيمې څخه ولېږدول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.