ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو ورځې بريدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي، ۲۷۱نور ټپيان دي

د ټاکنو ورځې بريدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي، ۲۷۱نور ټپيان دي

author avatar
20 Oct 2018 - 19:45
د ټاکنو ورځې بريدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي، ۲۷۱نور ټپيان دي
author avatar
20 Oct 2018 - 19:45

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال نن په ټول هېواد کې امنيتي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲۷۱ نور ټپيان دي.

له کندهار او غزني پرته د هېواد په ټولو ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې چې له امله يې د امنيتي ځواکونو له خوا کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.

دا په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د ټاکنو د مخنيوي او پر امنيت د مامورو کسانو د بريدونو ګواښونه هم کړي وو.

نن سهار د ټاکنو له پيلېدو وروسته د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې وړې چاودنې شوې دي چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي. تر ماښام وروسته په اوولسمه حوزه کې ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ١٥ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

دغه راز له پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپيسا، پروان، هرات، کندوز، زابل، هلمند، بغلان، بدخشان، نيمروز، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د نا امنيو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کابل ښار د ١٥مې حوزې اړوند د خواجه بغرا په سيمه کې د چاودنې له امله ٢ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

د يادې سيمې د ګذر وکيل حکيم الله دا پېښه تاييدوي، خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې چاودنه شوې، خو تلفات نه لري.

بلخوا د کابل ښار د ١٧مې حوزې اوسېدونکي وايي چې هلته د وحدت ښارګوټي د حضرت علي جومات کې هم چاودنه شوې او مرګ ژوبله لري، خو رحيمي وايي چې چاودنې تلفات نه درلودل.

دغه راز د کابل ښار د ١١مې ناحيې د لب جر په سيمه کې هم چاودنه شوې چې له امله يې يوه نجلۍ ټپي شوې ده. بلخوا د کابل ښار څلورمې، نهمې او ١٢مې حوزو په مربوطاتو کې هم چاودنې شوې دي، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې نن سهار د احمدشاه بابا مېنې د نسوانو لېسه کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د کندوز ښار په بېلابېلو سيمو کې د هاوان مرميو لګېدو له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.

د کندوز د حوزوي روغتون مشرې مرضيې يفتلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه دې روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٨ تنه ټپيان او دوه جسدونه انتقال شوي دي. ده وويل چې په ټپيانو کې ١١ سرتېري او په وژل شوو کې هم يو يې سرتېرى شامل دي.

د يفتلي د معلوماتو له مخې دغه ټول کسان د هاوان مرميو لګېدو له امله ټپيان شوي دي. دغه راز د کندوز ښار د قاساني سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې د قاساني پر جومات د هاوان يوه مرمۍ لګېدلې چې له امله يې د جومات ملا امام هم ټپي شوى دى.

همدارنګه د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفي الله محزون پژواک ته وويل چې نن له سهار تر غرمې پورې کندوز ښار ته له بېلابېلو سيمو لس د هاوان مرمۍ راغلې دي.

دغه راز د کندوز د ټاکنو کمېسيون مشر رسول عمر پژواک ته وويل چې طالبانو کندوز ښار کې پر يو ټاکنيز مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې د ټاکنو کمېسيون يو کارکوونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د يو بل خبر له مخې، د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د يو ټاکنيز مرکز د ټاکنو اړوند توکي او يو رينجر موټر وسله والو طالبانو تښتولي دي.

د يو بل خبر له مخې، د خوست امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په موسی خېلو او عليشېرو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د رايې اچونې پر ځينو مرکزونو انداختونه کړي چې چا ته په کې زيان دی اوښتی.

د هغه په وينا چې په يادو سيمو کې د ټاکنو بهير په نورمال ډول روان دی.

د ننګرهار چارواکی وایي، چې ددې ولایت په ۱۵ بریدونو کې ۳ تنه وژل شوی او ۴۴ نور ټپیان دی، چې پکې ملکیان او سرتیري شامل دي.

بلخوا په کونړ ولايت کې هم په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي، د دوو مېرمنو او دوه سیمه ییزو پولیسو په ګډون ۱۰ کسان ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ اړوند په غړک سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ پر کور لګېدلې چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يو سړى ټپي دى.

د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د خبر د تاييد تر څنګ وايي چې طالبانو ياد هاوان د ټاکنو پروسې د ګډوډولو لپاره توغولى و، خو د ټاکنو له مرکز لرې پر يو کور لګېدلى دى.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په مرکر ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې د توغندیزو بریدونو پر مهال یو ماشوم وژل شوى او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله وایي، طالبانو د ښار پر یو شمېر سیمو توغندی ویشتی چې یو ماشوم په کي وژل شوی او بل ژوبل دی. د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر ضیاالرحمن وایي، روغتون ته د توغندیزو بریدونو له امله څلور ماشومان ور وړل شوي چې يوه يې ساه ورکړه او درې نور ټپيان دې.

دغه راز په دهراوود ولسوالۍ کې هم د بريدونو پر مهال ١٢ ماشومان ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ټاکنو په ورځ د پروان ولايت په شيخ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې يو ماشوم ټپي شوى دى.

همدارنګه د سمنګان په روى اب ولسوالۍ کې د رايو پر مرکز بريد شوى چې خو زيان يې نه درلود. بلخوا د دغه ولايت د دره صوف پايين ولسوالۍ ولسوال عبداليقين احمدي وویل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د رايو پر يوه مرکز راکټي بريد وکړ، خو زيان يې نه درلود.

په فراه کې هم پر ښار راکټي بريد شوى، خو د ځايي مسوولينو په وينا، مرګ ژوبله يې نه لرله.

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې هم د رايو پر يو مرکز بريد شوى دی. د دغه ولايت پخوانى والي جمال الدين بدر وايي چې په دغه بريد کې د ولسوالۍ د ټاکنو کمېسيون ځايي مسوول ډاکتر الياس او د هغه څو ملګري سخت ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې پر دوو کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې يو کس وژل شوى او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند يوسفزى وايي چې په یوه کور کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان دي او دغه راز په بل کور کې ١٣ کسان ټپيان شوي دي.

بلخوا د هرات ولايت مسوولين وايي چې نن د دغه ولايت په ځینو امنيتي پېښو کې دوه سرتېري وژل شوي او ١٠ نور کسان ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د ټاکنو د ځايي دفتر مسوولين وايي چې نن د دغه ولايت په کشک کهنه، کشک رباط سنګي، کهسان، کرخ، چشت، پښتون زرغون، غوريان، انجنيل او ګذره ولسواليو کې پر ١٢ ټاکنيزو مرکزونو بريدونه شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي چې د رايو د مرکزونو تر څنګ وسله والو طالبانو د ټاکنيزو توکو د انتقال پر موټرو هم بريدونه کړي وو.

د هملند د امنيې قوماندانۍ وياند دویم څارن عبدالسلام افغان وايي چې پر لښکرګاه ښار شپږ توغندي توغول شوي، خو تلفات يې نه درلود.

دغه راز د زابل ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په شاه جوى ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه توغندويي بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 

بلخوا د بغلان ولايت چارواکي وايي چې د ټاکنو د ورځې پر مهال بريدونو کې اته کسان وژل شوي او ٥٤ نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري پژواک ته وويل چې دوى ته یاد شمېر مړي او ټپیان له بېلابېلو سيمو ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه مرګ ژوبله ملکي وګړو او سيمه ييزو پوليسو ته د ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې اوښتې ده.

ډاکتر غفاري وايي چې دا پېښې د چاودنو، هاوان مرميو او جګړو پر مهال ملکيانو او دولتي سرتېرو ته اوښتې ده.

بلخوا د بدخشان ولايت په ځينو ولسواليو کې بريدونه شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د غور والي غلام ناصر خازع وايي چې د دغه ولايت په تولک، دولتيار او مرکز فيروز کوه اړوندو سيمو کې د بريدونو پر مهال درې پوليس او پنځه پاڅونوال وژل شوي دي.

بلخوا د فارياب په المار ولسوالۍ کې د بريد پر مهال د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د ټاکنو د ورځې په امنيتي پېښو کې لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي وايي چې د ولايت په مرکز شبرغان کې د رايو پر مرکز د راکټي بريد له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په بېلابېلو ولايتونو کې پر ټاکنيزې پروسې د بريدونو راپورونه ورکړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.