کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایې ورکونې په بهیر کې د تخنیکي ستونزو له رامنځته کېدو په اندېښنې ګواښ وکړ چې د دغه بهیر دوام د ټاکنو شفافیت او عدالت تر پوښتنې لاندې راولي او وروستی مسوولیت یې د ټاکنو کمېسیون پر غاړه دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د رایې ورکونې د بهیر د مديریت په برخه کې ډېرو نیمګړتیاوو او بې نظميو شتون درلود او دغه وضعیت کولای شي چې د ټاکنو شفافیت او عدالت له جدي ګواښ سره مخ کړي.
هغه زیاته کړه، له ولایتي دفترونو، د رایې ورکونې په مرکزونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د استازو او نورو بېلابېلو سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په ډېرو سیمو کې د رایې ورکونې مرکزونو تر اوسه (٣:٣٠ مازیګر) فعالیت نه دی پيل کړی.
نوموړي د رایې ورکونې د زیات شمېر مرکزونو او محلونو فعالېدو ته په اشاره وویل، د رایې ورکونې په یو شمېر نورو مرکزونو کې ټاکنیز توکي په ټولیز یا جزيي ډول پر ټاکلي وخت د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو په واک کې نه دي ورکړل شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند وايي چې په یو شمېر مرکزونو کې بایومټریک ماشینونو ستونزه درلوده او پر وخت نه دي فعال شوي، په ځینو نورو ولایتونو کې د څارونکو د شتون مخه نیول شوې او یا ورته ګواښونه شوي دي.
د هغه په خبره، په ځينو مرکزونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون استازو ته د شتون زمینه نه وه برابره شوې او یا ورته لازمې پاڼې نه دي ورکړل شوې.
روحاني وویل: ((موږ د رایې ورکونې په بهیر کې د کمزوري مدېریت له امله په بېلا بېلو طریقو د ستونزو د موجودیت اعلان وکړ او د ټاکنو کمېسیون څخه مو پر وخت د ستونزو د حل غوښتنه وکړه خو له بده مرغه تر اوسه ډېرې ستونزې نه دي حل شوې او زموږ د جدي اندېښنو د دوام غوښنه وکړه.))
هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون د رایې ورکونې په بهیر کې له روان وضعیت څخه اندېښنه ښکاره کړه او د یادو ستونزو د حل له پاره یې د ټاکنو کمېسیون د قانوني او اغېزمنو تدابیرو د نیولو په برخه کې مکلف ګڼي.
د هغه په خبره، دغه ستونزو او کمیو ته نه رسېدنه د ټاکنو عدالت او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي او د دغه وضعیت د دوام په صورت کې چې د سرغړونو او هېوادوالو د حق ترپښو لاندې کولو احتمال په کې موجود دی د هغه مسوولیت د ټاکنو کمېسیون پر غاړه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن