کابل ( پژواک،۲۸ تله ۹۷): د افغانستان د امنيت شورا سلاکار وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی.
د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن غرمه د"کابل اماني لېسې د رايې ورکولو مرکز" کې د خپلې رايې په کارولو سره وويل، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د حکومت او افغان ولس ستره لاسته راوړنه ده.
محب وويل: (( افغانانو له نسبي ګواښونو سره - سره په دغې ملي او ټولمنلې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او ويې ښوده چې د ولسواکۍ دښمنان نه شي کولی د روښانه راتلوونکي لپاره د ولس د ارادو خنډ شي.))
د ملي امنيت سلاکار ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره ګومارل شوي او خلک کولی شي د خپلې خوښې نوماند د ټاکلو لپاره د رايې مرکزونو ته ورشي.
له کندهار او غزني ولايتونو پرته دهېواد په ټولو ولايتونو کې نن ( تلې ۲۸مه) د ولسي جرګې ټاکنو بهير پيل شو.
د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی چې که يو شمېر کسان د بېلابېلو علتونو له امله له رايې ورکولو پاتې شي، سبا (تلې۲۹مه) کولى شي په ځينو مرکزونو کې رايه واچوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن