Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر له پاکستان څخه د کندهار د پېښې د عاملینو د ور سپارلو غوښتنه وکړه

کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه، ۹۷): ولسمشر په کندهار کې د قومي مشرانو په یوه غونډه کې له پاکستانه وغوښتل چې د کندهار ولایت مقام د برید عاملین ور وسپاري.

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن د لړم په لومړۍ نېټه د کندهار د مخکيني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق د وژل کېدو له امله د نوموړي د کورنۍ، د کندهار د ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره کندهار ته راغی.

هغه لومړی د جنرال عبدالرازق مزار ته د دعا لپاره ورغی او وروسته یې د هغه له مور بي بي سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه.

ولسمشر وروسته د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې د خلکو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې يې وویل، نن هر افغان پر شهید جنرال عبدالرازق ویاړي او په غم کې یې ځان شریک بولي، ځکه هر افغان د نوموړي په څېر له وطن سره مینه لري او د ازادۍ لپاره قرباني ورکوي. 

هغه د هېواد د دفاع او نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د جنرال عبدالرازق د سرښندنو او اتلولیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، که دښمنان فکر کوي چې د عبدالرازق او د هغه د ملګرو له وژل کېدو وروسته به په کندهار کې امنیتي تشه راشي، نو یو ځل بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د اتلانو ټاټوبی دی.

ولسمشر له ټولو هېوادوالو څخه د جنرال عبدالرازق پر شهادت د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، نوموړي د افغانستان د بقا لپاره مبارزه وکړه او د اغزن سیم د غځولو کلک مخالفت یې وکړ.

د ده په خبره، کندهار د ویر په ټغر ناست دی، موږ دغه غم درک کوو، کندهار چې څومره ډېر غمجن دی، نو ملي اراده یې لس برابره پیاوړې ده.

ولسمشر دا یو ویاړ وباله چې جنرال عبدالرازق په خرقه مطهره کې خاورو ته وسپارل شو او تر څنګ یې یادونه وکړه چې پر خرقه مطهره به د یوې ځانګړې طرحې له مخې پانګونه وشي چې د هېواد ټول خلک یې لیدو ته راشي.

هغه په دې لړ کې لارښوونه وکړه چې په کندهار کې د پولیسو روزنیز مرکز د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شي او دې تر څنګ یې د کابل او کندهار له ښاروالانو وغوښتل چې یو شمېر واټونه د هغه په نوم ونوموي.

ولسمشر وویل، د جنرال عبدالرازق او د ده د ملګرو د وژلو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له دغه هېواد څخه یې وغوښتل چې مجرمین د محاکمې لپاره پاکستان ته وسپاري.

هغه د کندهار ولسونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان سیاسي زړه یاست، د وحدت اراده او پیغام باید پیاوړی کړئ.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د کندهار امنیت، ثبات او پرمختګ یې لومړیتوب دی او د دې لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.