منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۱°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر له پاکستان څخه د کندهار د پېښې د عاملینو د ور سپارلو غوښتنه وکړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کندهار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه، ۹۷): ولسمشر په کندهار کې د قومي مشرانو په یوه غونډه کې له پاکستانه وغوښتل چې د کندهار ولایت مقام د برید عاملین ور وسپاري.

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن د لړم په لومړۍ نېټه د کندهار د مخکيني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق د وژل کېدو له امله د نوموړي د کورنۍ، د کندهار د ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره کندهار ته راغی.

هغه لومړی د جنرال عبدالرازق مزار ته د دعا لپاره ورغی او وروسته یې د هغه له مور بي بي سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه.

ولسمشر وروسته د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې د خلکو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې يې وویل، نن هر افغان پر شهید جنرال عبدالرازق ویاړي او په غم کې یې ځان شریک بولي، ځکه هر افغان د نوموړي په څېر له وطن سره مینه لري او د ازادۍ لپاره قرباني ورکوي. 

هغه د هېواد د دفاع او نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د جنرال عبدالرازق د سرښندنو او اتلولیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، که دښمنان فکر کوي چې د عبدالرازق او د هغه د ملګرو له وژل کېدو وروسته به په کندهار کې امنیتي تشه راشي، نو یو ځل بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د اتلانو ټاټوبی دی.

ولسمشر له ټولو هېوادوالو څخه د جنرال عبدالرازق پر شهادت د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، نوموړي د افغانستان د بقا لپاره مبارزه وکړه او د اغزن سیم د غځولو کلک مخالفت یې وکړ.

د ده په خبره، کندهار د ویر په ټغر ناست دی، موږ دغه غم درک کوو، کندهار چې څومره ډېر غمجن دی، نو ملي اراده یې لس برابره پیاوړې ده.

ولسمشر دا یو ویاړ وباله چې جنرال عبدالرازق په خرقه مطهره کې خاورو ته وسپارل شو او تر څنګ یې یادونه وکړه چې پر خرقه مطهره به د یوې ځانګړې طرحې له مخې پانګونه وشي چې د هېواد ټول خلک یې لیدو ته راشي.

هغه په دې لړ کې لارښوونه وکړه چې په کندهار کې د پولیسو روزنیز مرکز د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شي او دې تر څنګ یې د کابل او کندهار له ښاروالانو وغوښتل چې یو شمېر واټونه د هغه په نوم ونوموي.

ولسمشر وویل، د جنرال عبدالرازق او د ده د ملګرو د وژلو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له دغه هېواد څخه یې وغوښتل چې مجرمین د محاکمې لپاره پاکستان ته وسپاري.

هغه د کندهار ولسونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان سیاسي زړه یاست، د وحدت اراده او پیغام باید پیاوړی کړئ.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د کندهار امنیت، ثبات او پرمختګ یې لومړیتوب دی او د دې لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي.

ولسمشر یادونه وکړه چې د جنرال عبدالرازق وروستۍ غونډه د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د تامین په اړه وه، نو د کندهار ولسونه دې د هغه اروا ته په درناوي د شنبې ورځې د ولسي جرګې ټاکنې په خپل پراخ ګډون بریالۍ کړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په لړ کې د افغانستان د بین المللي ملګرو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال د تسلیت پیغام چې پرون شپه یې پر ټېلیفون ده ته ویلی و، د کندهار او ټول افغانستان ولسونو سره شریک کړ.

هغه زیاته کړه، د بین المللي شریکانو ژمنه داده چې د تروریزم ضد مبارزه کې او د افغانستان د ثبات او انکشاف لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

غونډې ته د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان او د ولایتي شورا رییس حاجي سیدجان خاکرېزوال او نورو مخورو هم ویناوې وکړې او ویې ویل چې د کندهار ولسونه د حکومت او نظام ټینګ ملاتړي دي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د یادونې ده چې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې له یوې غونډې وروسته د والي د یوه ساتونکي له خوا برید وشو چې په ترڅ کې یې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون کامره مېن سلیم انګار ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.

چارواکي وايي، د دغه برید اصلي طراحان دوه تنه وو او د کندهار د والي په ګارډ کې یې دنده لرله چې برید کوونکی کس له پېښې وروسته ځای پر ځای ووژل شو او بل کس له پېښې مخکې په تېښته بریالی شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست