مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۷): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ ځکه له هر ځل عملياتو وروسته بيا نا امنه کېږي چې په وينا يې د امنيتي ځواکونو تشکيل په کې کم دی.
هغه غوښتنه وکړه چې له عملياتو وروسته بايد په چاڼ کېدونکو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شي.
په ورته وخت کې د بلخ امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې يې عمليات له لاسته راوړنو ډک دي.
خو د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې له عملياتو سره سره د دې ولسوالۍ په امنيتي وضعيت کې بدلون نه دی راغلی.
د بلخ چارواکو دغه څرګندونې د لړم په ۵مه د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې د جنرال عبدالرازق د فاتحې په مراسمو کې وکړې.
په ياده غونډه کې لومړی د جنرال عبدالرزاق روح ته دعا او د قرانکريم ختم وشو او ورپسې د بلخ امنيه قوماندان د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو له رسنيو سره خبرې وکړې.
امنيه قوماندانان محمد اکرم سامع له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دمګړۍ د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي.
هغه زياته کړه چې د يادو عملياتو پر مهال په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې زيات شمېر سيمې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
سامع همدا راز وايي چې د پوليسو د هڅو په پايله کې مزارشريف ښار دننه غلاوې او وژنې تر ټولو ټيتې کچې ته را رسېدلې دي.
نوموړی زياتوي چې نا مسوول وسله وال هم ځپل شوي او دمګړۍ د بلخ امنيت لپاره هېڅ ډول ګواښ نه شي پېښولای.
نوموړي له خلکو هم امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ امنيه قوماندان د طالبانو هغه ادعا هم رده کړه چې په شولګر ولسوالۍ کې د لسګونه کلو د نيولو خبره کړې وه.
login or register a new account.