مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۷): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ ځکه له هر ځل عملياتو وروسته بيا نا امنه کېږي چې په وينا يې د امنيتي ځواکونو تشکيل په کې کم دی.
هغه غوښتنه وکړه چې له عملياتو وروسته بايد په چاڼ کېدونکو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شي.
په ورته وخت کې د بلخ امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې يې عمليات له لاسته راوړنو ډک دي.
خو د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې له عملياتو سره سره د دې ولسوالۍ په امنيتي وضعيت کې بدلون نه دی راغلی.
د بلخ چارواکو دغه څرګندونې د لړم په ۵مه د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې د جنرال عبدالرازق د فاتحې په مراسمو کې وکړې.
په ياده غونډه کې لومړی د جنرال عبدالرزاق روح ته دعا او د قرانکريم ختم وشو او ورپسې د بلخ امنيه قوماندان د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو له رسنيو سره خبرې وکړې.
امنيه قوماندانان محمد اکرم سامع له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دمګړۍ د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي.
هغه زياته کړه چې د يادو عملياتو پر مهال په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې زيات شمېر سيمې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
سامع همدا راز وايي چې د پوليسو د هڅو په پايله کې مزارشريف ښار دننه غلاوې او وژنې تر ټولو ټيتې کچې ته را رسېدلې دي.
نوموړی زياتوي چې نا مسوول وسله وال هم ځپل شوي او دمګړۍ د بلخ امنيت لپاره هېڅ ډول ګواښ نه شي پېښولای.
نوموړي له خلکو هم امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ امنيه قوماندان د طالبانو هغه ادعا هم رده کړه چې په شولګر ولسوالۍ کې د لسګونه کلو د نيولو خبره کړې وه.
نوموړي وويل چې په ياده سيمه کې يواځې دوه کلي د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قوماندان د بېغورۍ له امله سقوط شوې چې د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پلان شوي دي.
په ورته وخت کې بيا د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې پوځي عمليات ګټور بولي، خو زياتوي چې د تصفيه شوو سيمو د ساتنې لپاره بايد امنيتي پوستې ايجاد شي.
هغه پژواک ته وويل چې ډېر ځله له برياليو پوځي عملياتو پای ته رسېدو څو ورځې وروسته بېرته تصفيه شوې سيمو کې د مخالفينو تحرکات زياتېږي.
نوموړی يې لامل په دغه ولايت کې د پوليسو لږ تشکيل په ګوته کوي او زياتوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه بايد د بلخ د پوليسو شمېر زيات شي.
حديد زياته کړه چې په دې تړاو د بلخ خلکو څو څو ځلې مرکزي حکومت ته وړانديزونه کړي؛ خو حکومت تر اوسه په دې تړاو کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس همدا راز مزار شريف ښار کې د پوليسو د ځانګړې قطعې وروستي عمليات ستايي او وايي، چې ورسره د ښار نا امني او پېښې ډېرې کمې شوي دي.
د هغه په خبره که په ولسواليو کې هم د پوليسو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو شمېر زيات کړای شي، نو پر امنيتي وضعيت به مثبته اغېزه وکړي.
د چمتال ولسوالۍ د سراسياب کلي اوسېدونکی سيد بشير بيا په دې ولسوالۍ کې روان پوځي عمليات ګټور نه بولي.
هغه پژواک ته وويل، شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې په ولسوالۍ کې يې عمليات پيل شوي؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
هغه وايي: ((همدا اوس د چمتال شاوخوا ۸۰ سلنه کلي د طالبانو لاس کې دي، امنيتي ځواکونو عمليات په پراګنده ډول روان دي، يوه ورځ يو کلی نيسي په سبا چې ترې راووځي هغه سيمه بېرته طالبانو لاسته لوېږي.))
نوموړي زياته کړه چې په وروستي يو کال کې چمتال ولسوالۍ د جګړو پر مرکز بدله شوې او هېڅ ډول پراختيايي چارې پکې نه ترسره کېږي.
د چمتال دغه اوسېدونکی له حکومت څخه غواړي چې د دې ولسوالۍ د خلکو د امنيت، روغتيا، ښوونې او روزنې او نورو ټولنيزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هغه هم وايي چې په تصفيه شوو سيمو کې د امنيتي پوستو له جوړېدو پرته پوځي عمليات ګټه نه لري.
د بلخ امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې د جنرال رازق وژنه د امنيتي ځواکونو لپاره لويه ضايعه وبلله، خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه به د مخالفينو ټول شوم پلانونه شنډ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










