کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۷): کندهار کې د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان وايي، د ټاکنو کمېسیون د دوی د ناظرینو له شتون پرته د رایو صندوقونه خلاص کړي خو کميسيون دغه څرګندونې ردوي.
کندهار کې تېره شنبې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوې.
یو شمېر کاندیدان نن له غرمې وروسته په کندهار ښار کې د ټاکنو د کمېسیون د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او شکایت یې کاوه چې کمېسیون د رایو صندوقونه د دوی او ناظرینو له له حضور پرته خلاص کړي دي.
ولسي جرګې ته له کندهار څخه کاندید اسدالله ماشوري پژواک خبري اژانس ته وویل، پرته له دې چې د ټاکنو کمېسیون دوی ته خبر ورکړي، له یوې بلې لارې خبر شول چې کميسيون کې د رایو صندوقونه خلاصېږي.
هغه زیاته کړه، کله چې د دغه کار د درولو لپاره له خپلو ناظرینو سره د کمېسیون دفتر ته راغلل نو د امنیتي ساتونکو له خوا د دننه تلو اجازه ور نه کړای شوه.
دی وايي، وروسته یې په کابل کې د کمېسیون له مرکزي دفتر سره اړیکې ونیولې او ښايي همدا وجه وي چې هغوی د صندوقونه پرانیستل ودرول.
د ده په خبره، هغه معلومات چې دوی یې لري، کمېسیون دغه کار د خپلو نیمګړتیاوو د سمولو لپاره کاوه، خو دوی ګومان کوي چې دا کار د درغلیو لپاره کېږي.
نوموړی ځکه دغه خبره کوي چې د دوی ناظرینو ته خبر نه وو ورکړل شوی.
یو بل کاندید جمعه ګل ځلاند هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، کمېسون ورته ویلي چې دوی د دې کار حق لري.
هغه زياتوي دا سمه ده چې دوی د دې کار حق لري خو د اصولو له مخې دا کار باید د دوی د ناظرینو پر وړاندې وشي.
دی زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون په خپلسري او غیر قانوني توګه د دوی له ناظرینو پرته صندوقونه خلاص کړي.
ده غوښتنه وکړه چې کمېسیون باید په دې اړه دوی ته ځواب ووايي.
login or register a new account.