Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې چاودنې دوه پوليس او څلور ملکي کسان ټپيان کړل

لشکرګاه (پژواک، ٨ لړم ٩٧):د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماين چاودنې دوه پوليس او څلور ملکي کسان ټپيان کړل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزي اړونده سيمه کې پر شخصي موټر وشوه. 

د ده په وينا، په دې چاودنه کې دوه پوليس او د يوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

لښکرګاه کې د پوليسو د لومړۍ حوزې امر عبدالباقی بارز هم وويل چې په دغه چاودنه کې  شپږ کسان ټپيان شوي او موټر يې سوځولى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.