Language

په فراه کې د چورلکې د غورځېدو پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي

 کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٧): د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې د چورلکې د غورځېدو له امله د فراه د ولایتي شورا د رییس، یوه غړي او د ملي اردو د یوه جنرال په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

 په فراه کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند نورالحق خالقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې الوتکې نن سهار ۹:۳۰ بجې د خاکسفېد ولسوالۍ د جمالزي او جیجه سیمو تر منځ په غره کې د خرابې هوا له امله سقوط وکړ.

 د خالقي په خبره، په دغه پېښه کې د دوو پيلوټانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور، د ولایتي شورا غړې جمیله امیني او د ۲۰۷ ظفر قول اردو  مرستیال نعمت الله خلیل هم په یاده الوتکه کې وو، چې وژل شوي دي.

هغه وویل، د پېښې نور وژل شوي کسان هم د دولت ملکي او نظامي کارکوونکي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع هم د خالقي څرګندونې تایید کړې خو زیاته یې کړه چې په دغه پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. هغه تخنکي ستونزه ددغې چورلکې د سقوط لامل وګڼله .

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه چورلکه طالبانو سقوط کړې او د لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون له ٢٥زيات کسان په کې وژل شوي دي.

ولسمشر غني پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال برید جنرال نعمت الله خلیل، د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور، د دې شورا غړې جمیلې امیني او د پیلوټ ډګروال محمد عارف په ګډون د فراه یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو ژوند له لاسه ورکړى دى.

ولسمشر ويلي: "دوى د دې وطن رښتیني بچیان وو چې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره یې له هیڅ راز هڅو ځانونه درېغ نه کړل او په همدې سپېڅلې لاره کې شهیدان شول."

شاوخوا یوه میاشت مخکې هم په خاکسفېد ولسوالۍ کې دیوې چورلکې د غورځېدو له امله اووه نظامیان وژل شوي و.

login or register a new account.