ښرنه(پژواک، ١٢ لړم٩٧): ولسمشر غني وايې چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به پکتيکا دويمې درجې ولايت ته ارتقا وکړي او ترڅنګ به يې په ١،٣ ميليارده افغانۍ د دغه ولايت لپاره اداري کمپلکس هم جوړ شي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د لړم په ١٢مه د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وکړې.
غني وويل چې د پکتيکا اوسېدونکو د نظام د پايښت لپاره ډېرى قربانۍ ورکړې چې د ستايلو وړ دي، خو زياتوي چې د دغه ولايت لپاره سم کار نه دى شوى.
غني وايي چې پکتيکا به د يوې اوونۍ په اوږدو کې له درېيم څخه دويمې درجې ولايت ته ارتقا ورکړي او د ټولو ولسواليو لارې به يې د خلکو پرمخ خلاصې شي.
ولسمشر زياته کړه چې د پکتیکا پوهنتون ته پراختیا ورکول کېږي او د دغه پوهنتون احاطوي دیوال د ارګ عملیاتي واحد له خوا په اساسي ډول جوړېږي. هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه شوې چې د دغه پوهنتون ودانۍ او د نجونو لپاره لیلیه جوړه کړي.
د غني په وينا، د پکتيکا ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دغه ولايت کې د جلغوزو د پروسس مرکز جوړوي، ترڅو جلغوزي چېن هېواد ته صادر شي.
ولسمشر دا هم وويل چې پکتيکا کې د ١،٣ ميليارده افغانيو په لګښت اداري کمپلکس جوړوي او ترڅنګ يې په ١٤٩ ميليونه افغانيو د غونډو يو لوى تالار هم جوړوي.
د نوموړي په وينا، د پکتيکا د برېښنا لپاره به ډېر ژر د ٦٠ ميليونه ډالرو په لګښت پروژه نهايي شي او د ښرنې ملکي روغتون به له ٧٥ بستريز څخه ١٥٠ بستريز ته لوړ شي.
ولسمشر وويل چې د افغانستان خلکو بدلون او ولسواکۍ ته رایه ورکړې او دا نړیوالو ته ستر پیغام دی.
هغه زیاته کړه، له ټاکنیزو کمېسیونونوسره يې په غونډو کې له هغوی څخه د ټاکنو په پایلو کې د شفافیت غوښتنه کړې او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو شفافیت زیانمن کړي.
جمهور ريیس له ځوانانو او د مدني ټولنې له استازو وغوښتل، چې د دغه ولایت د نفوسو د دقیق ثبت په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د هغه پر اساس سهیمه په پام کې ونیول شي.
غني په دولتي بستونو کې د ځوانانو استخدام ته په اشارې وویل، هغه ریاستونه چې له پنځو کلونو راهیسې په کې ريیسان کار کوي اعلان ته وړاندې کېږي او ټولو ته به د مساوي سیالۍ زمینه برابرېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP