ښرنه(پژواک، ١٢ لړم٩٧): ولسمشر غني وايې چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به پکتيکا دويمې درجې ولايت ته ارتقا وکړي او ترڅنګ به يې په ١،٣ ميليارده افغانۍ د دغه ولايت لپاره اداري کمپلکس هم جوړ شي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د لړم په ١٢مه د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وکړې.
غني وويل چې د پکتيکا اوسېدونکو د نظام د پايښت لپاره ډېرى قربانۍ ورکړې چې د ستايلو وړ دي، خو زياتوي چې د دغه ولايت لپاره سم کار نه دى شوى.
غني وايي چې پکتيکا به د يوې اوونۍ په اوږدو کې له درېيم څخه دويمې درجې ولايت ته ارتقا ورکړي او د ټولو ولسواليو لارې به يې د خلکو پرمخ خلاصې شي.
ولسمشر زياته کړه چې د پکتیکا پوهنتون ته پراختیا ورکول کېږي او د دغه پوهنتون احاطوي دیوال د ارګ عملیاتي واحد له خوا په اساسي ډول جوړېږي. هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه شوې چې د دغه پوهنتون ودانۍ او د نجونو لپاره لیلیه جوړه کړي.
د غني په وينا، د پکتيکا ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دغه ولايت کې د جلغوزو د پروسس مرکز جوړوي، ترڅو جلغوزي چېن هېواد ته صادر شي.
ولسمشر دا هم وويل چې پکتيکا کې د ١،٣ ميليارده افغانيو په لګښت اداري کمپلکس جوړوي او ترڅنګ يې په ١٤٩ ميليونه افغانيو د غونډو يو لوى تالار هم جوړوي.
د نوموړي په وينا، د پکتيکا د برېښنا لپاره به ډېر ژر د ٦٠ ميليونه ډالرو په لګښت پروژه نهايي شي او د ښرنې ملکي روغتون به له ٧٥ بستريز څخه ١٥٠ بستريز ته لوړ شي.
ولسمشر وويل چې د افغانستان خلکو بدلون او ولسواکۍ ته رایه ورکړې او دا نړیوالو ته ستر پیغام دی.
هغه زیاته کړه، له ټاکنیزو کمېسیونونوسره يې په غونډو کې له هغوی څخه د ټاکنو په پایلو کې د شفافیت غوښتنه کړې او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو شفافیت زیانمن کړي.
جمهور ريیس له ځوانانو او د مدني ټولنې له استازو وغوښتل، چې د دغه ولایت د نفوسو د دقیق ثبت په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د هغه پر اساس سهیمه په پام کې ونیول شي.
غني په دولتي بستونو کې د ځوانانو استخدام ته په اشارې وویل، هغه ریاستونه چې له پنځو کلونو راهیسې په کې ريیسان کار کوي اعلان ته وړاندې کېږي او ټولو ته به د مساوي سیالۍ زمینه برابرېږي.
ولسمشر د سولې پروسې ته په اشارې وویل، د پکتیکا ولایت ځوانانو، علماوو، استادانو، مېرمنو او مشرانو دا ثابته کړه چې سولې ته بشپړ اجماع لري. هغه زیاته کړه، سوله راتلونکې ده او دا د ټولو ملي دنده ده چې د سولې کاروان د مقصد منزل ته ورسوي.
ولسمشر په پاى کې وويل چې د پکتيکاوالو ټولو مواجه غوښتنو ته به جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا ولايتي شورا رييس بختيار ګل ځدراڼ وويل چې ولسمشر بايد د دغه ولايت د اوسېدونکو غوښتنې حتمن عملي کړي.
د يادونې ده چې ولسمشر نن سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيکا ولايت ته سفر وکړ چې ماښام بېرته کابل ته راستون شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










