غزني ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له ډله ييز بريد وروسته دا درېيم ځل دى چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت بندېږي.
په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي حبيب الرحمن د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يواځې سلام او روشن مخابراتي شبکې کار کوي، نورې يې بندې دي.
هغه وايې: ((په روشن او سلام کې هم په سمه غږ نه اورېدل کېږي خو بيا هم لږ لږ کار کوي.))
دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي او خبريال رحمت الله مرجانخيل پژواک ته وويل چې د ټیلېفوني شبکو د نه فعاليت له امله، له ګڼو ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((دا څو ورځې کېږي، په کابل کې له دفتر سره اړيکه نه شم نيولاى، راپور نه شم لېږلى، همکاران تماس نه شي نيولى، لوى مشکل سره يې مخ کړي يو.))
د غزني ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې د مخابراتي شبکو نه فعاليت د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې او خلک فکر کوي چې طالبان به يو ځل بيا پر دغه ولايت بريد وکړي.
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى هم معلومات نه لري چې په غزني کې ولې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
هغه زياته کړه: ((نن د مخابراتي شبکو مسوولين ولايت ته غوښتل شوي، څو په دې اړه ورسره خبرې وشي او دغه ستونزه هواره شي.))
د والي وياند ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه پوره چمتووالى لري او وسله وال طالبان بيا نه شي کولاى چې پر غزني ښار بريد وکړي.
بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP