منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مخابراتي شبکو نه فعالیت د غزني خلک له ستونزو سره مخ کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

غزني ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له ډله ييز بريد وروسته دا درېيم ځل دى چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت بندېږي.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي حبيب الرحمن د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يواځې سلام او روشن مخابراتي شبکې کار کوي، نورې يې بندې دي.

هغه وايې: ((په روشن او سلام کې هم په سمه غږ نه اورېدل کېږي خو بيا هم لږ لږ کار کوي.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي او خبريال رحمت الله مرجانخيل پژواک ته وويل چې د ټیلېفوني شبکو د نه فعاليت له امله، له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

هغه زياته کړه: ((دا څو ورځې کېږي، په کابل کې له دفتر سره اړيکه نه شم نيولاى، راپور نه شم لېږلى، همکاران تماس نه شي نيولى، لوى مشکل سره يې مخ کړي يو.))

د غزني ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې د مخابراتي شبکو نه فعاليت د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې او خلک فکر کوي چې طالبان به يو ځل بيا پر دغه ولايت بريد وکړي.

په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى هم معلومات نه لري چې په غزني کې ولې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

هغه زياته کړه: ((نن د مخابراتي شبکو مسوولين ولايت ته غوښتل شوي، څو په دې اړه ورسره خبرې وشي او دغه ستونزه هواره شي.))

د والي وياند ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه پوره چمتووالى لري او وسله وال طالبان بيا نه شي کولاى چې پر غزني ښار بريد وکړي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې د مخابراتي شبکو فعاليت طالبانو بند کړى دى.

هغه وايي: ((دغه کار موږ په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه کړى دى.))

مجاهد زياتوي چې د مخابراتي شبکو فعاليت به د لنډې مودې لپاره بند وي، خلک بايد له دغه حالت سره ځانونه عادت کړي؛ ځکه په دغه کار سره د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه نيول کېږي.

د يادونې ده، د غزني تر څنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه