Language

” که د پوليسو کړنې قانوني شي، د خلکو باور به پرې زيات شي”

مزارشريف (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو سرپرست مدير وايي،  چې د پوليسو د کړنو  له قانوني کېدو سره پر دوی د خلکو باور هم زياتېږي.

خو هغه دا هم وويل چې د پوليسو د کړنو  له قانوني کېدو سره پر دوی د خلکو باور هم زياتېږي.

نوموړی زياتوي چې ولسي پوليس د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د باور جوړونې لپاره رامنځته شوي چې تر دې مهاله يې کړنې مثبتې ارزول شوې دي.

له دې سره د بلخ امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د پوليسو کم تشکيل د امنيتي ستونزو د ډېرېدو لامل بولي.

د بلخ مدني فعالان بيا د پوليسو په ليکو کې د هغو کسانو شتون د ستونزو لامل بولي چې ځانونه له قانون څخه لوړ بولي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو د مديريت يوه پلاوي بلخ ولايت ته د خپل سفر پر مهال د پوليسو او خلکو ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کېدو په نوم کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ياد وزارت د سيمه ييزو پوليسو سرپرست مدير محمد طيب نبي زاده د لړم په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مزارشريف ته د سفر موخه يې د پوليسو د کړنو په تړاو د خلکو د نظرياتو اورېدل دي.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د ولسي پوليسو تشکيل د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د اړيکو نږدې کېدو په موخه رامنځته شوی و چې تر دې مهاله يې کارونه مثبت او د قناعت وړ دي.

نبي زاده وايي چې د پوليسو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو د کړنو په قانوني کېدو سره پر دغو ځواکونو د خلکو باورمندي زياتېږي.

نوموړي وويل: ((د خلکو او پوليسو ترمنځ د باور له رامنځته کېدو سره سم، خلکو کې پوليسو او په ټوله کې امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ انګېزه پيدا کېږي چې دغه چاره د امنيت په ټينګښت او د جرايمو په کموالي کې مهم رول لوبولای شي.))

د هغه په خبره، په مزارشريف ښار کې د پوليسو د کړنو په تړاو د قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او مدني فعالانو نظريات اخلي او د کورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره يې شريکوي چې په وينا يې دغه کار د ستونزو راکمېدو لامل ګرځي.

د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو سرپرست مدير همدا راز وايي چې د پوليسو د اطلاعاتو ۱۱۹ شمېره هم په ډېری مواردو کې د قانون له حاکميت او د مجرمينو د نيولو برخه کې مرسته کړې ده.

login or register a new account.