منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” که د پوليسو کړنې قانوني شي، د خلکو باور به پرې زيات شي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو سرپرست مدير وايي،  چې د پوليسو د کړنو  له قانوني کېدو سره پر دوی د خلکو باور هم زياتېږي.

خو هغه دا هم وويل چې د پوليسو د کړنو  له قانوني کېدو سره پر دوی د خلکو باور هم زياتېږي.

نوموړی زياتوي چې ولسي پوليس د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د باور جوړونې لپاره رامنځته شوي چې تر دې مهاله يې کړنې مثبتې ارزول شوې دي.

له دې سره د بلخ امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د پوليسو کم تشکيل د امنيتي ستونزو د ډېرېدو لامل بولي.

د بلخ مدني فعالان بيا د پوليسو په ليکو کې د هغو کسانو شتون د ستونزو لامل بولي چې ځانونه له قانون څخه لوړ بولي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو د مديريت يوه پلاوي بلخ ولايت ته د خپل سفر پر مهال د پوليسو او خلکو ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کېدو په نوم کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ياد وزارت د سيمه ييزو پوليسو سرپرست مدير محمد طيب نبي زاده د لړم په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مزارشريف ته د سفر موخه يې د پوليسو د کړنو په تړاو د خلکو د نظرياتو اورېدل دي.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د ولسي پوليسو تشکيل د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د اړيکو نږدې کېدو په موخه رامنځته شوی و چې تر دې مهاله يې کارونه مثبت او د قناعت وړ دي.

نبي زاده وايي چې د پوليسو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو د کړنو په قانوني کېدو سره پر دغو ځواکونو د خلکو باورمندي زياتېږي.

نوموړي وويل: ((د خلکو او پوليسو ترمنځ د باور له رامنځته کېدو سره سم، خلکو کې پوليسو او په ټوله کې امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ انګېزه پيدا کېږي چې دغه چاره د امنيت په ټينګښت او د جرايمو په کموالي کې مهم رول لوبولای شي.))

د هغه په خبره، په مزارشريف ښار کې د پوليسو د کړنو په تړاو د قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او مدني فعالانو نظريات اخلي او د کورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره يې شريکوي چې په وينا يې دغه کار د ستونزو راکمېدو لامل ګرځي.

د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو سرپرست مدير همدا راز وايي چې د پوليسو د اطلاعاتو ۱۱۹ شمېره هم په ډېری مواردو کې د قانون له حاکميت او د مجرمينو د نيولو برخه کې مرسته کړې ده.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د ۱۱۹ شمېرې خدمات پراخ او نور هم معياري کړي؛ څو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړای شي.

په ورته وخت کې د بلخ امنيه قوماندان هم له خلکو سره د پوليسو پر ښو اړيکو د ټينګار تر څنګ له عامو خلکو غوښتنه کوي چې امنيتي ځواکونو سره ملاتړ وکړي.

امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع پژواک ته وويل چې په وروستيو ورځو کې د پوليسو د هڅو له امله په مزارشريف ښار کې جنايي جرمونه ټيتې کچې ته رسېدلي دي.

خو نوموړی د پوليسو د تشکيل کموالی د بلخ د امنيت په برخه کې جدي ستونزه ګڼي.

سامع زياته کړه چې بلخ ولايت شاوخوا ۳ ميليونه نفوس لري چې په وينا يې نفوس ته په کتو د پوليسو تشکيل څو چنده کم دی.

هغه زياتوي چې په مزارشريف ښار کې د پوليسو يواځې ۵ حوزې تشکيل لري چې د ښار د نفوس زياتوالي ته په کتو بسنه نه کوي.

د بلخ د امنيه قوماندان په خبره، مزارشريف ته ولسمشر غني د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې چې د بلخ د پوليسو تشکيلاتي شمېر به زياتوي.

سامع همدا راز وايي چې د بلخ په يو شمېر نا امنو ولسواليو کې د عملياتو پيلېدو لپاره پلان نيول شوی چې په راتلونکو څو ورځو کې به عملي.

خو يو شمېر د نظر خاوندان بيا د پوليسو په ليکو کې د هغو کسانو شتون د ستونزو زېږنده بولي چې ځانونه له قانون څخه لوړ ګڼي.

د بلخ پوهنتون استاد او په مزارشريف کې د مدني ټولنو د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک ته وويل چې لا هم د پوليسو په ليکو کې يو شمېر کسان شته چې ځانونه تر قانون لوړ ګڼي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان د واسطو او اړيکو له لارې د پوليسو ليکو ته راغلي چې ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د صفوت په خبره، تر هغو چې دا ډول کسان د پوليسو په ليکو کې وي، د خلکو او پوليسو ترمنځ فاصله به نوره هم زياته شي.

نوموړي وويل: ((خلک هغه وخت پر پوليسو باور کولای شي چې پوه شي غږ يې اورېدل کېږي، له بده مرغه د بلخ په ګډون په شمالي ولايتونو کې د پوليسو او خلکو ترمنځ فاصله ورځ تر بلې زياتېږي.))

صفوت وايي، د خلکو او پوليسو ترمنځ د فاصلې له تشې په استفادې يو شمېر خپلسري وسله وال صحنې ته راووځي چې له دې سره د قانون د حاکميت مخه نيول کېږي.

هغه وايي چې په بلخ ولايت کې د غلاوو زياتوالی، جنايي جرمونه، وژنې او د نامسوولو وسله والو ډېرېدل د دې ښکارندويي کوي چې خلک له پوليسو ډېر راضي نه دي.

د هغه په خبره، د پوليسو په ليکو کې له اساسي بدلونونو او اصلاحاتو له راتلو پرته دغه ستونزه نه شي  حل کېدای.

مدني فعال شکور نجفي زاده هم وايي چې په بلخ ولايت کې د پوليسو له خوا خلکو ته وړاندې شوي خدمات د قناعت وړ نه دي.

نوموړی په دغه ولايت کې د پوليسو د تشکيل کموالی د يوې جدي ستونزې په توګه مني خو زياتوي چې ورسره د پوليسو مسوولينو هم له خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

د نجفي زاده په خبره، کورنيو چارو وزارت او په ټوله کې امنيتي ځواکونه بايد د خلکو له غوښتنو سره سم خدمات وړاندې کړي، څو د خلکو د باور وړ وګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه