فراه (پژواک، ١٨ لړم۹۷): د ولايتي شورا يو غړى وايي، طالبانو تېره شپه له پنځو لوريو پر فراه ښار د بريدونو پر مهال يوه پوسته نيولې او په دغو نښتو کې اته پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال حاجي خيرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو غوښتل چې د فراه ښار ونيسي، خو بريالي نه شول.
ده د دغو نښتو د مرګ ژوبلې په اړه وويل:" فراه ښار کې د معلم پايګُل باغ پوسته د جګړې له پيل نه لس دقيقې وروسته طالبانو ونيوه، په دغې پوسته کې ٧ پوليس وژل شوي او د پوستې ټولې وسلې او مهمات طالبانو وړي دي."
دغه راز د ده په وينا، تېره شپه د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اړوند په شيخ اباد سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په يو بريد کې ٧ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او سراچه ډوله موټر يې هم له منځه تللى دى.
نوزرى زياتوي چې تېره شپه د يادې لومړۍ ناحيې په اړوند سيمه کې د پوليسو د ځانګړې قطعې يو افسر له طالبانو سره په نښته کې وژل شوى او له دولتي ځواکونو څخه څو تنه ټپيان دي.
تېره شپه تر ټولو سخته نښته د والي د دفتر په شاوخوا اته کيلومترۍ کې وشوه.
پژواک هڅه وکړه چې د تېرې شپې د دغو نښتو په اړه له ولايتي چارواکيو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، په دغو نښتو کې د طالبانو وژل کېدل ردوي او وايي چې طالبانو د فراه ښار کې تېره شپه يوه پوسته نيولې او اووه پوليس يې وژلي دي.
د ده په وينا، د يادې پوستې اته ميله وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د راپورونو له مخې، له وروستيو درېيو ورځو راهيسې په فراه کې له دولتي ځواکونو څخه لسګونه تنه وژل شوي او ٣٧ نور طالبانو نيولي دي.
login or register a new account.