کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس وايي چې په تېره اوونۍ کې یې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سل ټنه ډېر نشه يي توکي نیولي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، په دغو نشه يي توکو کې هېرویین، چرس، تریاک، میت امفیتامین، د کا تابلېټ او کيمیاوي مواد شامل دي.
سرچینه لیکي، کابل، هرات، ننګرهار، تخار، بدخشان، کاپیسا، فراه، پروان، بامیان، نیمروز، لوګر، کندهار، خوست، بغلان او هلمند هغه ولایتونه دي چې د نشه يي توکو پر ضد په کې عملیات ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د یادو نشه يي توکو د قاچاق په تور ۸۷ کسان نیول شوي او د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو شپږ زېرمې هم له منځته تللې دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت څرګنده کړې چې له نیول شوو کسانو یې ۱۴ لېږدوونکې وسیلې، پنځه میله وسلې، ۲۵ سېټه موبایلونه او ۲۳۱ امریکايي ډالر هم لاس ته راغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن