Language

د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې ٥٨ افغان پيلوټان روزل شوي

مزارشريف (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): په شمال زون کې د هوايي ځواکونو امريکايي روزونکي وايي چې د افغان هوايي ځواک امکانات او هڅې زيات شوي او د يادو قواوو په چارو کې فوق العاده بدلون راغلی.

د امريکا د اردو سرتېری او په شمال زون کې د افغان هوايي ځواک روزونک‍ي ويلنيوا (Villanueva) د لړم په ۲۴مه په بلخ کې د افغان هوايي ځواکونو په نظامي مرکز کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې له ۲۰۰۳ کال را وروسته شپږ ځلې افغانستان ته د پوځي ماموريت په موخه راغلی چې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال په پيل کې راغلی دی.

د هغه په خبره، د روان زېږديز کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د شمال او شمال ختيځ زون په کچه ۵۸ افغان پيلوټان روزل شوي دي.

د هوايي ځواکونو دغه روزونکي په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې په وروستيو کلونو کې د افغان هوايي ځواکونو امکانات او هڅې زياتې شوې دي.

نوموړی زياتوي چې اوس د افغان هوايي ځواکونو په چارو کې فوق العاده بدلون راغلی.

هغه وايي چې د افغان هوايي ځواک د وړتياوو لوړېدو تر څنګ دوی ته مجهزې جنګي او ترانسپورتي الوتکې هم ورکړل شوې دي چې په عملياتو کې اغېزمنې ثابتې شوې دي.

۳۱ کلن شېرزاد ساپی د افغان هوايي ځواک پيلوټ دی چې پنځه کاله کېږي د هوايي قواوو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

 

نوموړي پژواک ته وويل چې د څلورو کلونو په موده کې يې د هرات شينډنډ ولسوالۍ پوځي مرکز کې له بهرنيو روزونکو روزنه ترلاسه کړې ده.

دغه افغان پوځي پيلوټ زياتوي، له زده کړو وروسته يې د هېواد په ختيځو سيمو کې دنده پيل کړه چې په را وروسته وختونو کې شمال زون ته د وظايفو اجرا کېدو په موخه راغلی دی.

هغه وايي چې تر دې مهاله يې شاوخوا ۲۵۰۰ الوتنې کړي چې په ډېری ځايونو کې يې وسله وال مخالفين هدف ګرځولي دي.

login or register a new account.