منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې ٥٨ افغان پيلوټان روزل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): په شمال زون کې د هوايي ځواکونو امريکايي روزونکي وايي چې د افغان هوايي ځواک امکانات او هڅې زيات شوي او د يادو قواوو په چارو کې فوق العاده بدلون راغلی.

د امريکا د اردو سرتېری او په شمال زون کې د افغان هوايي ځواک روزونک‍ي ويلنيوا (Villanueva) د لړم په ۲۴مه په بلخ کې د افغان هوايي ځواکونو په نظامي مرکز کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې له ۲۰۰۳ کال را وروسته شپږ ځلې افغانستان ته د پوځي ماموريت په موخه راغلی چې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال په پيل کې راغلی دی.

د هغه په خبره، د روان زېږديز کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د شمال او شمال ختيځ زون په کچه ۵۸ افغان پيلوټان روزل شوي دي.

د هوايي ځواکونو دغه روزونکي په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې په وروستيو کلونو کې د افغان هوايي ځواکونو امکانات او هڅې زياتې شوې دي.

نوموړی زياتوي چې اوس د افغان هوايي ځواکونو په چارو کې فوق العاده بدلون راغلی.

هغه وايي چې د افغان هوايي ځواک د وړتياوو لوړېدو تر څنګ دوی ته مجهزې جنګي او ترانسپورتي الوتکې هم ورکړل شوې دي چې په عملياتو کې اغېزمنې ثابتې شوې دي.

۳۱ کلن شېرزاد ساپی د افغان هوايي ځواک پيلوټ دی چې پنځه کاله کېږي د هوايي قواوو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

 

نوموړي پژواک ته وويل چې د څلورو کلونو په موده کې يې د هرات شينډنډ ولسوالۍ پوځي مرکز کې له بهرنيو روزونکو روزنه ترلاسه کړې ده.

دغه افغان پوځي پيلوټ زياتوي، له زده کړو وروسته يې د هېواد په ختيځو سيمو کې دنده پيل کړه چې په را وروسته وختونو کې شمال زون ته د وظايفو اجرا کېدو په موخه راغلی دی.

هغه وايي چې تر دې مهاله يې شاوخوا ۲۵۰۰ الوتنې کړي چې په ډېری ځايونو کې يې وسله وال مخالفين هدف ګرځولي دي.

شېرزاد د MD530 ډوله پوځي طيارې پيلوټ دی او زياتوي چې په پوځي عملياتو کې د يادو الوتکو کارول ډېر مثبت تمام شوي دي.

نوموړی اوس د هوايي عملياتو تر څنګ نوو افغان پيلوټانو ته روزنه هم ورکوي.

ياد افغان پيلوټ همدا راز وايي چې د ځمکنيو افغان قواوو د همکارۍ لپاره دغه ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او هر کله چې اړتيا وليدل شي، په لږه موده کې دوی ټاکل شوي ځای ته ځان ور رسوي.

په شمال زون کې د بلخ د هوايي او ځمکني ځواکونو همغږي کوونکي ډګرمن کبير پژواک ته وويل چې ياد ځواکونه له پوره امکاناتو او ظرفيتونو برخمن دي.

نوموړي وويل: ((زموږ ځواکونه ښه امکانات لري، ظرفتونه لوړ شوي او کولای شو چې ځمکني ځواکونو سره په ښه ډول همکاري وکړو.))

هغه که څه هم کره شمېر په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه چې په شمال زون کې د عملياتو لپاره په کافي اندازه نظامي طيارې شته دي.

د نوموړي په خبره، افغان هوايي ځواکونه دمګړۍ داسې پوځي الوتکې لري چې هم پر لايزري وسلو سمبال دي او هم په هدف بمونه غورځولای شي.

ډګرمن کبير په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د روزنې او دندې پر مهال افغان پيلوټانو ته تر ټولو ډېر په دې خبرې ټينګار کېږي چې د عملياتو پر مهال د ملکيانو ژوند ته ډېر پام وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه