مزارشريف (پژواک، ۲۸ لړم ۹۷): په بلخ کې د ايران دولت له خوا له يو شمېر دولتي او خصوصي ښوونځيو سره د ساينسي علومو پنځوس زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه.
د ايران کونسلګرۍ فرهنګي مسوولين وايي چې ياد درسي کتابونه په فزيک، کيميا، هندسه او رياضياتو برخو کې دي چې په وينا يې د افغان زده کوونکو ستونزې به تر يوه بريده حل کړي.
په بلخ کې د ايران قونسلګرۍ فرهنګي مسوول هادي موافق د لړم په ۲۸مه افغان لوري ته د يادو کتابونو د مرستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ د پوهنې رياست په همغږۍ يې د دغه ولايت له خصوصي او دولتي ښوونځيو سره د پنځوس زره کتابونو مرسته کړې ده.
نوموړی وايي چې ياد درسي کتابونه د فزيک، کيميا، هندسه او رياضياتو برخو کې دي چې د زده کوونکو ظرفيت جوړونې په برخو کې به مرسته وکړي او ستونزې به يې پرې حل شي.
هغه زياته کړه: ((موږ له افغانانو سره کلتوري مشترکات لرو چې دا ډول مرستې به زموږ د اړيکو د لا ښه کېدا سبب وګرځي.))
موافق وايي چې دغه کتابونه په درېيو پړاوونو کې دي چې ابتدايه، متوسطه او لېسه ښوونځيو ته به ورکړل شي او تر څنګ يې ښوونکي هم کولی شي ګټه ترې واخلي.
د هغه په خبره، مرسته شوي کتابونه به پر ۱۶۰ دولتي او خصوصي ښوونځيو باندې ووېشل شي.
په مزارشريف کې د ابو ريحان البيروني ښوونځي مديره ملکه حيدري وايي چې د يادو کتابونو په مرستې سره به يې د مطالعې په برخه کې د زده کوونکو پنځوس سلنه ستونزې حل شي.
هغه زياتوي چې د مزارشريف ښار ډېری ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې دغه موضوع د زده کوونکو لپاره پر جدي ستونزې بدله شوې ده.
login or register a new account.