منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ايران د بلخ له ښوونځيو سره د ٥٠زره ټوکه کتابونو مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۸ لړم ۹۷): په بلخ کې د ايران دولت له خوا له يو شمېر دولتي او خصوصي ښوونځيو سره د ساينسي علومو پنځوس زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه.

د ايران کونسلګرۍ فرهنګي مسوولين وايي چې ياد درسي کتابونه په فزيک، کيميا، هندسه او رياضياتو برخو کې دي چې په وينا يې د افغان زده کوونکو ستونزې به تر يوه بريده حل کړي.

په بلخ کې د ايران قونسلګرۍ فرهنګي مسوول هادي موافق د لړم په ۲۸مه افغان لوري ته د يادو کتابونو د مرستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ د پوهنې رياست په همغږۍ يې د دغه ولايت له خصوصي او دولتي ښوونځيو سره د پنځوس زره کتابونو مرسته کړې ده.

نوموړی وايي چې ياد درسي کتابونه د فزيک، کيميا، هندسه او رياضياتو برخو کې دي چې د زده کوونکو ظرفيت جوړونې په برخو کې به مرسته وکړي او ستونزې به يې پرې حل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ له افغانانو سره کلتوري مشترکات لرو چې دا ډول مرستې به زموږ د اړيکو د لا ښه کېدا سبب وګرځي.))

موافق وايي چې دغه کتابونه په درېيو پړاوونو کې دي چې ابتدايه، متوسطه او لېسه ښوونځيو ته به ورکړل شي او تر څنګ يې ښوونکي هم کولی شي ګټه ترې واخلي.

د هغه په خبره، مرسته شوي کتابونه به پر ۱۶۰ دولتي او خصوصي ښوونځيو باندې ووېشل شي.

په مزارشريف کې د ابو ريحان البيروني ښوونځي مديره ملکه حيدري وايي چې د يادو کتابونو په مرستې سره به يې د مطالعې په برخه کې د زده کوونکو پنځوس سلنه ستونزې حل شي.

هغه زياتوي چې د مزارشريف ښار ډېری ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې دغه موضوع د زده کوونکو لپاره پر جدي ستونزې بدله شوې ده.

دې د ايران له خوا د مرسته شوو کتابونو په اړه وويل: ((دا کتابونه د تدريس په برخه کې زموږ د زده کونکو ستونزې نشي حل کولای ځکه د دې کتابونو درسي مواد زموږ د زده کونکو له سوېې څخه لوړ دي خو د هغوی د مطالعې لپاره به ګټور تمام شي.))

هغه زياتوي چې تر ډېره يوولسم او دوولسم ټولګي د کتابونو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي او تر څنګ يې د مسلکي ښوونکو کمښت هغه تشه ده چې د ښوونځيو زده کوونکي ورسره مخ دي.

سيد حسين موسوي په بلخ کې د يوه خصوصي ښونځي مسووليت پر غاړه لري.

هغه پژواک ته وويل چې په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د درسي کتابونو نه شتون يوه جدي ستونزه ده چې حکومت يې د له منځه وړو په برخه کې بايد ګام پورته کړي.

 نوموړی وايي چې دغه کتابونه به تر يو ځايه ستونزه حل کړي او د ښوونځيو د زده کړې بهير به پرې تقويه شي؛ خو ياد مشکل په اساسي ډول نه شي حل کولای.

هغه زياتوي چې مرسته شوي کتابونه به د زده کوونکو د ظرفيت جوړونې په برخه کې مهم واقع شي او ورسره به د زده کړې بهير هم تر يوه بريده ورسره ښه شي.

د ۱۱ ټولګي زده کوونکي محمد اکبر پژواک ته وويل چې ښوونځي کې يې د درسي کتابونو نه شتون د زده کړو پر وړاندې جدي خنډ دی.

هغه زياتوي چې ډېری د اړتيا وړ کتابونه په بازار کې هم نه موندل کېږي او که چېرته پيدا هم شي؛ نو قيمتونه يې ډېر لوړ دي.

نوموړی له حکومته غواړي چې ښونځيو کې دې د درسي کتابونو ستونزه حل کړي او همدا راز دې په بازارونو کې د کتابونو د غيري قانوني پلور مخه ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه