Language

بلخ کې پر روسۍ پرمختللو وسلو سمباله بهرنۍ ۲۰ کسیزه ډله فعالیت کوي

مزارشريف (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۷): په شمال زون کې د ملي اردو چارواکي وايي چې په بلخ کې د مخالفينو يوه بهرنۍ ۲۰ کسيزه وسله واله ډله د طالبانو په ليکو کې د دولتي ځواکونو پر ضد فعاليت کوي او پر دوربين لرونکو روسۍ وسلو سمباله ده.

دوى وايي چې د دغه ولايت په درېیو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال يې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او همدا راز يې شاوخوا ۶۲ کلي تصفيه کړي دي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال جلال الدين يفتلي چې په دغه ولايت کې پوځي عمليات رهبري کوي، د ليندۍ په ۳مه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وليد۲۵ په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره پر مخ ځي.

هغه زياته کړه چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د يادو عملياتو پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نورهم ټپيان دي.

يفتلي وايي چې د وژل شوو طالبانو په ډله کې يو پاکستانی وګړی هم شامل دی.

نوموړی په دغو عملياتو کې د يو افغان پوځي د وژل کېدو او پنځو نورو ټپي کېدو خبره هم تاييد کړه.

د هغه په خبره، د يادو عملياتو په پايله کې د دولت اباد، چهاربولک او چمتال ولسواليو کې شاوخوا ۶۲ کلي تصفيه شوي دي.

بلخ کې د ملي اردو د دويمې لوا قوماندان دا هم وويل چې د يادو عملياتو يوه موخه د مزار– شبرغان لويې لارې د امنيت ټينګول دي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ د دې لارې په اوږدو کې پراته ټول کلي د مخالفينو له شتونه پاک شوي دي.

نوموړی زياتوي، د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه امنيتي پوستې هم جوړې شي.

جنرال يفتلي که څه هم ډېر جزئيات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې په بلخ ولايت کې د مخالفينو يوه بهرنۍ ۲۰ کسيزه ډله د طالبانو په ليکو کې د دولتي ځواکونو پر ضد فعاليت کوي چې په روسۍ دوربین لرونکې وسلې ورسره دي.

هغه وويل: ((موږ د عملياتو پر مهال يو ميل دوربين داره  وسله ونيوه چې د لتوانيا هېواد اړوند وه، خو په ټوله کې طالبانو سره د روسيې هېواد وسلې دي او په دې خبره ټول پوهېږي چې له هغوی سره شته پرمختللې وسلې د روسيې دي.))

login or register a new account.