منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې پر روسۍ پرمختللو وسلو سمباله بهرنۍ ۲۰ کسیزه ډله فعالیت کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۷): په شمال زون کې د ملي اردو چارواکي وايي چې په بلخ کې د مخالفينو يوه بهرنۍ ۲۰ کسيزه وسله واله ډله د طالبانو په ليکو کې د دولتي ځواکونو پر ضد فعاليت کوي او پر دوربين لرونکو روسۍ وسلو سمباله ده.

دوى وايي چې د دغه ولايت په درېیو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال يې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او همدا راز يې شاوخوا ۶۲ کلي تصفيه کړي دي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال جلال الدين يفتلي چې په دغه ولايت کې پوځي عمليات رهبري کوي، د ليندۍ په ۳مه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وليد۲۵ په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره پر مخ ځي.

هغه زياته کړه چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د يادو عملياتو پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نورهم ټپيان دي.

يفتلي وايي چې د وژل شوو طالبانو په ډله کې يو پاکستانی وګړی هم شامل دی.

نوموړی په دغو عملياتو کې د يو افغان پوځي د وژل کېدو او پنځو نورو ټپي کېدو خبره هم تاييد کړه.

د هغه په خبره، د يادو عملياتو په پايله کې د دولت اباد، چهاربولک او چمتال ولسواليو کې شاوخوا ۶۲ کلي تصفيه شوي دي.

بلخ کې د ملي اردو د دويمې لوا قوماندان دا هم وويل چې د يادو عملياتو يوه موخه د مزار– شبرغان لويې لارې د امنيت ټينګول دي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ د دې لارې په اوږدو کې پراته ټول کلي د مخالفينو له شتونه پاک شوي دي.

نوموړی زياتوي، د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه امنيتي پوستې هم جوړې شي.

جنرال يفتلي که څه هم ډېر جزئيات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې په بلخ ولايت کې د مخالفينو يوه بهرنۍ ۲۰ کسيزه ډله د طالبانو په ليکو کې د دولتي ځواکونو پر ضد فعاليت کوي چې په روسۍ دوربین لرونکې وسلې ورسره دي.

هغه وويل: ((موږ د عملياتو پر مهال يو ميل دوربين داره  وسله ونيوه چې د لتوانيا هېواد اړوند وه، خو په ټوله کې طالبانو سره د روسيې هېواد وسلې دي او په دې خبره ټول پوهېږي چې له هغوی سره شته پرمختللې وسلې د روسيې دي.))

نوموړي د يادو بهرنيانو په تړاو او طالبانو ته د روسۍ وسلو د ورکړې په اړه له نورو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

د بلخ ولايتي شورا رييس هم د مزار– شبرغان لويې لارې امنيت د شمالي ولايتونو لپاره مهم بولي او زياتوي چې امنيتي ځواکونه بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

افضل حديد پژواک ته وويل چې د يادې لويې لارې د امنيت د لا ډاډمن کېدو په موخه بايد هلته امنيتي پوستې ايجاد شي.

هغه زياتوي چې وړاندې له عملياتو ورته د يادې لويې لارې مسافرينو او چلوونکو شکايت کړی و چې ناپېژاند وسله وال يې ځوروي.

نوموړي هيله مندي وښوده چې له پيل شوو عملياتو سره به د مزار– شبرغان لويې لارې امنيتي ننګونې هم له منځه ولاړې شي.

په ورته وخت کې د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي پيل شوي عمليات د لنډ مهال لپاره اغېزناک بولي خو زياتوي چې د سيمو د امنيت لپاره حکومتي ځواکونه بنسټيز پلان نه لري.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه له لسګونږ ټانکونو او موټرو سره په کليو وګرځي؛ خو کله چې بېرته خپلو پوځي قرارګاوو ته ولاړ شي؛ نو بېرته تصفيه شوې سيمې طالبانو په ولکه کې لوېږي.

هغه زياتوي چې ډېری وخت د عملياتو پر مهال د ډيسي ټوپونو د استعمال له امله عامو خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوړي.

نوموړي وويل چې د امنيتي پوستو له جوړولو پرته ياد عمليات کومه ځانګړې ګټه نه لري او په وينا يې چې د عملياتو په پای ته رسېدو بېرته سيمې د وسله والو لاس ته ورځي.

وسله والو طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د عملياتو له پيل کېدو ناخبري ښودلې ده.

طالبانو ويلي چې په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې يې هېڅ ډول عمليات نه دي محسوس کړي او نه هم د دوی جنګياليو ته زيان اوښتی.

خو دې ډلې له طالبانو سره د روسۍ وسلو د موجوديت او همدا راز په خپلو ليکو کې د بهرنيو جنګياليو د شتون په تړاو څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه