Language

ديني عالمان: دښمنان په افغانستان کې د مذهبي او فرقه يي جګړو د پيل په لټه کې دي

مزارشريف (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): په شمال زون کې د اسلامي اخوت شورا او ديني عالمان وايي چې د افغانستان دښمنان په دغه هېواد کې د مذهبي او فرقه يي جګړو د پيل په لټه کې دي، خو زياتوي چې هغوی به خپلې دغې موخې ته ونه رسېږي.

دوی دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ټولو هغو ډلو د فعاليت مخه ونيسي چې بهرنۍ اجنډا ورسره ده.

په شمال کې د اسلامي اخوت شورا مرستيال مولوي اميرمحمد ضيايي د لېندۍ په ۴مه پژواک ته وويل چې افغانان بايد د بهرنيو دسيسو ښکار نه شي.

نوموړي چې د ميلادالنبي او وحدت اوونۍ په لمانځغونډه کې خبرې کولې، دغه راز يې د افغانانو ترمنځ پر يووالي ټينګار درلود.

د هغه په خبره، د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان دښمنان د افغانانو ترمنځ د ژبني، قومي او سمتي اختلافاتو رامنځته کولو په برخه کې څه نا څه بريالي شوي خو په وينا يې چې مذهبي او فرقه يي تشدد ته تل د دغه هېواد خلکو رد ځواب ورکړی دی.

د اخوت شورا مرستيال زياتوي چې اوسمهال يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په دغه هېواد کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي او خلک له يو بل څخه لرې کړي.

خو د هغه په خبره، يادې کړۍ به بيا هم پر دې ونه توانېږي چې خپلو دغو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

ضيايي وايي چې په  وروستيو مياشتو کې پر سني علماوو او شيعه اماکنو بريدونه د يو شمېر بهرنيو کړيو د يادې اجنډا بېلګې دي.

نوموړی زياتوي چې د افغانستان روان جنګ هېڅ ډول شرعي توجيه نه لري او يواځې د پرديو منافعو ساتلو جګړه ده.

د هغه په وينا، د افغانستان ټول قومونه او مذهبونه پرته له دې چې په خپلو کې ښې اړيکې او ګډ ژوند ونه کړي، بله هېڅ چاره نه لري.

ديني عالم او په شمال زون کې د تبيان فرهنګي مرکز  مسوول سيد محمد موسوي هم وايي چې حکومت بايد د هغو ډلو مخه ونيسي چې له بهرنيو اجنډاوو سره په افغانستان کې فعاليت کوي.

د هغه په خبره، د اسلام له پيله تر دې مهاله يو شمېر معلوم الحاله کړۍ هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه واچوي او خپلې ګټې په کې خوندي کړي.

login or register a new account.