مزارشريف (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): په شمال زون کې د اسلامي اخوت شورا او ديني عالمان وايي چې د افغانستان دښمنان په دغه هېواد کې د مذهبي او فرقه يي جګړو د پيل په لټه کې دي، خو زياتوي چې هغوی به خپلې دغې موخې ته ونه رسېږي.
دوی دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ټولو هغو ډلو د فعاليت مخه ونيسي چې بهرنۍ اجنډا ورسره ده.
په شمال کې د اسلامي اخوت شورا مرستيال مولوي اميرمحمد ضيايي د لېندۍ په ۴مه پژواک ته وويل چې افغانان بايد د بهرنيو دسيسو ښکار نه شي.
نوموړي چې د ميلادالنبي او وحدت اوونۍ په لمانځغونډه کې خبرې کولې، دغه راز يې د افغانانو ترمنځ پر يووالي ټينګار درلود.
د هغه په خبره، د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان دښمنان د افغانانو ترمنځ د ژبني، قومي او سمتي اختلافاتو رامنځته کولو په برخه کې څه نا څه بريالي شوي خو په وينا يې چې مذهبي او فرقه يي تشدد ته تل د دغه هېواد خلکو رد ځواب ورکړی دی.
د اخوت شورا مرستيال زياتوي چې اوسمهال يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په دغه هېواد کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي او خلک له يو بل څخه لرې کړي.
خو د هغه په خبره، يادې کړۍ به بيا هم پر دې ونه توانېږي چې خپلو دغو اهدافو ته ځانونه ورسوي.
ضيايي وايي چې په وروستيو مياشتو کې پر سني علماوو او شيعه اماکنو بريدونه د يو شمېر بهرنيو کړيو د يادې اجنډا بېلګې دي.
نوموړی زياتوي چې د افغانستان روان جنګ هېڅ ډول شرعي توجيه نه لري او يواځې د پرديو منافعو ساتلو جګړه ده.
د هغه په وينا، د افغانستان ټول قومونه او مذهبونه پرته له دې چې په خپلو کې ښې اړيکې او ګډ ژوند ونه کړي، بله هېڅ چاره نه لري.
ديني عالم او په شمال زون کې د تبيان فرهنګي مرکز مسوول سيد محمد موسوي هم وايي چې حکومت بايد د هغو ډلو مخه ونيسي چې له بهرنيو اجنډاوو سره په افغانستان کې فعاليت کوي.
د هغه په خبره، د اسلام له پيله تر دې مهاله يو شمېر معلوم الحاله کړۍ هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه واچوي او خپلې ګټې په کې خوندي کړي.
نوموړی زياتوي، ډېری هغه ډلې چې د بېګناه خلکو په منځ کې چاودنې کوي او يا هم د مذهب په نوم خلک وژني، د بهرنيانو له خوا يې ملاتړ کېږي.
موسوي په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان کې د شيعه او سني ګډ ژوند په ټوله نړۍ کې د وحدت يوه بېلګه ده او زياتوي چې تفرقه اچوونکې کړۍ به له خپلو ټول زور سره يوه ورځ مختورې کېږي.
نوموړی په کابل کې د ميلادالنبي د لمانځغونډې وروستي خونړي بريد ته په اشارې وايي چې حکومت له يادې موضوع سره عادي برخورد وکړ او يواځې د يوې ورځې ماتم اعلانولو باندې يې اکتفا وکړه.
نوموړي په افغانستان کې د فاطميون ډلې د فعاليت په اړه د اندېښنو په تړاو د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانان خپله خپل ځان ساتلی شي او په دې برخه کې هېڅ بهرنۍ ډلې ته اړتيا نه ليدل کېږي.
هغه د سولې روانو خبرو ته د خوشبيني په ښکاره کولو وايي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو بهير بايد په بشپړ ډول د افغانانو په مالکيت پر مخ لاړ شي.
د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي هم په خپلو خبرو کې وويل چې د مسلمانانو ترمنځ يووالی قراني حکم دی او بايد چې ټول په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړو.
هغه زياته کړه چې هېڅ مسلمان د نفاق پلوی نه دی خو وايي چې دغه موضوع د نړۍ پر مسلمانانو تحميل شوې ده.
توحيدي وويل: ((يو شمېر مزدورې کړۍ دومره لوېدلې چې د ميلاد په ورځ ديني عالمان قتل عام کوي، هغه ديني عالمان چې پيغمبر خپل وارثان ګڼلي.))
هغه زياته کړه چې ټوله نړۍ هڅه کوي څو په افغانستان کې سوله او ټيکاو راشي، خو په وينا يې چې يو شمېر مزدورې ډلې لا هم مسلمان وژنې ته دوام ورکوي.
د بلخ ولايت مقام مرستيال پر طالبانو غږ وکړ، که ځانونه افغانان بولي نو د سولې بين الافغاني مذاکراتو ته دې حاضر شي.
نوموړی وايي چې د مسلمانانو د نجات يواځېنۍ لار وحدت او د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل کول دي.
ډېری مسلمانان پر دې نظر دي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ص د ربيع الاول په ۱۲مه، زېږېدلی؛ خو شيعه مسلمانان بيا د پيغمبر د ربيع الاول ۱۷مه د پيغمبر د زېږېدو ورځ بولي.
د همدې اختلاف د کمرنګه ښودو په خاطر د ربيع الاول له دوولسمې تر اوولسمې نېټې پورې هر کال د وحدت اوونۍ په نوم په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










