کابل (پژواک، ۵ لیندۍ ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۲ مه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مناسبه بولي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او سیاسي ګوندونه دغه نېټه له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.
پژواک خبري اژانس تېره ورځ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۲ مه د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو د ترسره کېدو راپور خپور کړ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن د ټاکنو په نهمه ملي ناسته کې دغه نېټه په یو ډول تایید کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې اعلان کړی و چې ولسمشریزه ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه تر سره کېږي.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۲ مه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مناسبه وبلله، خو زیاته یې کړه، تر اوسه پر دې نېټه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړه، په تازه وړاندیز شوې نېټه کې ولسمشریزو، د غزني ولایت پارلماني، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځای ورکړل شوی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دې نېټه کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۱ مه پیل او د سلواغې تر ۸ مې پای ته رسېږي او نوماندانو ته اجازه ورکول کېږي چې د ۱۳۹۸ کال د غويي میاشتې له ۲۲ مې د چنګاښ تر ۱۹ مې خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکړي.
صیاد د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو د ځنډ عوامل د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو ارزول او بیا شمېرنه، سړه هوا او د ځینو ولایتونو د تګ راتګ د لارو ستونزې وبلل او زیاته یې کړه، د اساسو او غیر اساسو موادو لېږد او د کارکوونکو لازم روزل، لېږد او نورې تیاری د وري په ۳۱ مه ناشوني وو.
هغه روښانه کړه: ((موږ د راتلونکي کال د چنګاښ مياشتې ۲۲ مه نېټه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مناسبه ګڼو، اوس غواړو د اقتصادي، بودیجې، امنیت، د هوا موضوعاتو ته په پام ستاسو نظر واخلو چې ایا په دې نېټه د ټاکنو ترسره کېدل شوني دي او که نه، ستاسو د نظرونو په رڼا کې یوه مناسبه نېټه په پام کې ونیسو.))
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ(فیفا) اجرایه رییس یوسف رشیدي په ټاکنو کمېسیون نیوکه وکړه او ویې ویل، د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او باید ونه ځنډول شي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په دې ناسته کې وویل، وړاندیز شوې نېټه د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.
نوموړي زیاته کړه: ((د ولسمشریزو او درېیو نورو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دغه نېټه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.))
د افغانستان د اساسي قانون په ۶۱ مه ماده راغلي: ((د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره د پخواني ولسمشر د کاري مودې له پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې ترسره کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن