مزار شريف (پژواک، ۱۱ ليندۍ، ۹۷): د مزار ښاروالۍ نوي رييس عبدالحق خرمي د خپل کار د پېلېدو په مراسمو کې وويل، پلان لري چې په مزار ښاروالۍ کې شته فساد له منځه يوسي.
نوموړی چې د ليندۍ په ۱۱مه رسماً په دغه پست وګومارل شو، وايي چې د يوه معياري او پاک ښار جوړېدو په برخه کې بايد خلک له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
هغه که څه هم د مزار شريف د مخکيني سرپرست ښاروال هڅې وستايلې؛ خو زياته يې کړه چې لا هم اداري فساد او ناقانونه کړنې د مزار ښاروالۍ پر وړاندې جدي خنډونه دي.
خرمي وويل: (( د خپلسرو ښارګوټو جوړول، د ښاروالۍ او خلکو د املاکو د ډيټابيس نه شتون، د عوايدو فرار، د اداري ظرفيت نه شتون، د کثافاتو د راټولولو او ښار پاکوالي لپاره د برنامې نه شتون او د ښاري کاناليزاسيون نه موجوديت هغه جدي ستونزې دي چې بايد د له منځه وړلو لپاره يې کار وشي)).
هغه زياته کړه چې د مزار ښاروالۍ په چوکاټ کې داسې کسان هم په دنده بوخت دي، چې نامسوول وسله وال لري او د قانون پر ځای د زور له لارې چارې مخ ته وړي.
د دې تر څنګ اداري فساد هغه موارد دي چې د مزار نوي ښاروال د خلکو او ښاروالۍ تر منځ د فاصلې رامنځ ته کېدو لامل وبلل.
خرمي وايي، د مزار ښاروالۍ عوايد په وروستيو کلونو کې ډېر راټيټ شوي دي او زياته يې کړه، چې د ده د معلوماتو له مخې لا هم لسګونه سپين چيکونه صادر شوي او د ځينو کسانو په جېب کې دي.
هغه زياته کړه: ((مزار ښاروالي حتی ځيني وخت د خپلو کارمندانو د معاشاتو د ورکړې پيسې نه لري، زما د معلوماتو له مخې دغه ښاروالي يو نيم ميليون افغانۍ قرضداره ده)).
نوموړي وويل چې د مزار شريف له يوڅو ناحيو څخه شخصي دوکانونه جوړ شوي او امرين يې خپل ګټې وټې په کې کوي.
login or register a new account.