مزار شريف (پژواک، ۱۱ ليندۍ، ۹۷): د مزار ښاروالۍ نوي رييس عبدالحق خرمي د خپل کار د پېلېدو په مراسمو کې وويل، پلان لري چې په مزار ښاروالۍ کې شته فساد له منځه يوسي.
نوموړی چې د ليندۍ په ۱۱مه رسماً په دغه پست وګومارل شو، وايي چې د يوه معياري او پاک ښار جوړېدو په برخه کې بايد خلک له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
هغه که څه هم د مزار شريف د مخکيني سرپرست ښاروال هڅې وستايلې؛ خو زياته يې کړه چې لا هم اداري فساد او ناقانونه کړنې د مزار ښاروالۍ پر وړاندې جدي خنډونه دي.
خرمي وويل: (( د خپلسرو ښارګوټو جوړول، د ښاروالۍ او خلکو د املاکو د ډيټابيس نه شتون، د عوايدو فرار، د اداري ظرفيت نه شتون، د کثافاتو د راټولولو او ښار پاکوالي لپاره د برنامې نه شتون او د ښاري کاناليزاسيون نه موجوديت هغه جدي ستونزې دي چې بايد د له منځه وړلو لپاره يې کار وشي)).
هغه زياته کړه چې د مزار ښاروالۍ په چوکاټ کې داسې کسان هم په دنده بوخت دي، چې نامسوول وسله وال لري او د قانون پر ځای د زور له لارې چارې مخ ته وړي.
د دې تر څنګ اداري فساد هغه موارد دي چې د مزار نوي ښاروال د خلکو او ښاروالۍ تر منځ د فاصلې رامنځ ته کېدو لامل وبلل.
خرمي وايي، د مزار ښاروالۍ عوايد په وروستيو کلونو کې ډېر راټيټ شوي دي او زياته يې کړه، چې د ده د معلوماتو له مخې لا هم لسګونه سپين چيکونه صادر شوي او د ځينو کسانو په جېب کې دي.
هغه زياته کړه: ((مزار ښاروالي حتی ځيني وخت د خپلو کارمندانو د معاشاتو د ورکړې پيسې نه لري، زما د معلوماتو له مخې دغه ښاروالي يو نيم ميليون افغانۍ قرضداره ده)).
نوموړي وويل چې د مزار شريف له يوڅو ناحيو څخه شخصي دوکانونه جوړ شوي او امرين يې خپل ګټې وټې په کې کوي.
هغه زياتوي، له دې وروسته هېڅ يوه ناحيه له خلکو څخه د عوايدو په نوم د فزيکي پيسو د اخيستو صلاحيت نه لري او په وينا يې چې ټول عوايد به د ښاريانو په خپل لاس د ښاروالۍ په حساب کې جمع کېږي.
د مزار شريف نوي ټاکل شوي ښاروال ډاډ ورکړ چې د يادو ستونزو د حل لپاره به له خپل ټول توان او قانوني صلاحيت څخه ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د مزار ښاروالۍ پخواني سرپرست محمد نصير عيني په خپلو خبرو کې وويل، چې د دوو کلونو په موده کې يې مزار ښاروالي کې يو لړ اصلاحات راوستلي دي.
نوموړي د بېلګې په ډول د عوايدو برخې په اړه وويل چې په ۱۳۹۵ کال کې د مزار ښاروالۍ عوايد ۳۱۶ ميليونه افغانۍ و، چې په وينا يې په ۱۳۹۶ کال کې د عوايدو کچه ۴۰۶ ميليونه افغانيو ته پورته شوه.
نوموړي زياتوي، د روان لمريز کال له پيله تر دې مهاله د مزار ښاروالي عوايد ۴۶۱ ميليونه افغانيو ته رسېږي.
د هغه په خبره، د خپلې دندې پر مهال يې د ښاروالۍ او خلکو تر منځ د اړيکو زياتېدو لپاره ډېرې هڅې کړي، چې مثبتې پايلې يې هم درلودې.
د مزار ښاروالي پخواني سرپرست هغه اوازې هم رد کړې، چې ويل کېږي د مزار نوی ښاروال عبدالحق خرمي لوړې زده کړې نه لري او يا هم په فساد کې ښکېل دی.
عيني وويل چې د ده او خرمي په ګډون لسو کسانو د ښاروالي پست د تر لاسه کولو لپاره ازموينه ورکړه، چې نوى ښاروال خرمي په کې په ښو نومرو بريالی شو.
نوموړي وويل چې د ټولو برياوو تر څنګ يې مزار ښاروالۍ کې يو لړ ستونزې هم د کار پر وړاندې موجودې وې، چې له نوي ښاروال څخه يې د هغو د حل کېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي هم په خپلو خبرو کې وويل، چې د مزار ښاروالۍ کې د مثبتو بدلونونو رامنځ ته کېدو لپاره بايد مشترک کار وشي.
هغه زياته کړه چې خلکو ته بايد ټولې هغه اسانتياوې برابرې شي چې قانوني حق يې دی.
نوموړی زياتوي، مزار ښاروالۍ کړنې تر يوه بريده ښې دي؛ خو لا هم ډېر کار ته اړتيا شته چې د ښاريانو باور راجلب کړای شي.
د بلخ مرستيال والي د مزار شريف له نوي ښاروال څخه غوښتنه وکړه، چې د ټولو هغو کسانو مخه ونيسي چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې ناقانونه کړنې ترسره کوي.
د هغه په خبره، نور په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول ښاروالۍ کې خلک له کاغذ پرانيو څخه تنګ شوي او بايد د اسانتياوو رامنځ ته کېدو لپاره ډېر کار وشي.
د مزار شريف نوی ښاروال عبدالحق خرمي د سمنګان ولايت د خرم او سارباغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې شاوخوا لس کاله يې د مزار او څو نورو ولايتونو په ښارواليو کې دنده ترسره کړې ده.
نوموړي په کابل پوهنتون کې د ليسانس تر کچې د اقتصاد څانګه لوستې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










