لښکرګاه (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٧): د هلمند والي وايي چې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ملامنان له خپلو يو شمېر کسانو سره د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
د هلمند والي محمد ياسين خان د ليندۍ په ١١ مه رسنيو ته وويل چې تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سيمه کې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوى والي ملامنان له دوه ويندويانو حافظ رشيد او جاوېد او يو شمېرو نورو کسانو سره د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
دی وايي ملامنان لومړی ټپي شوی و چې د شپې يې ساه ورکړې او نن سهار خاورو ته سپارل شوی دی.
والي زياته کړه چې له ملامنان سره د نورو وژل شویو کسانو شمېر به وروسته په ډاګه شي.
طالبانو هم د خپل هلمند والي او نظامي مسوول ملا منان وژل کیدل تایید کړي دي.
بل لور ته د يو شمېر طالبانو غږونه هم خپاره شوي چې ويلي يې دي ملامنان وژل شوى او سهار خاورو ته سپارل شوى دى.
ملا منان چې اصلي نوم يې عبدالرحيم و د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى او په قوم اسحاقزى و.
ملامنان له تېرو اتو کلونو راهيسې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي په توګه ګومارل شوى او په دې وروستيو کې د طالبانو د لوى درستيز مرستيال او د سوېلي ولايتونو لپاره د طالبانو پوځي مسوول و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن