Language

د کابل په شهرنو کې د يوه کور تخليه پرمهال  نښته کې يو تن وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۱۲ليندۍ ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر اوسه د امنيتي ځواکونو او ملي دفاع پخواني وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ خپلوانو ترمنځ نښته کې، يو تن وژل شوی او د يوه خبريال او د پوليسو چټک غبرګون قطعې رييس ارکان په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وويل چې تر اوسه د کابل د شهرنو سيمې حاجي يعقوب څلور لارې ته نږدې د دواړو غاړو ترمنځ نښته روانه ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوی او د کابل پوليسو چټک غبرګون قطعې د رييس ارکان دل اغا په ګډون شپږ کسان ټپيان دي.

دانش زياته کړه چې د ټپيانو له ډلې د يو تن وضعيت نازک دی.

نوموړي وويل: ((دا نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنيتي ځواکونو د محکمې د حکم پر بنسټ او د لويې څارنوالۍ استازي په حضور کې، ياد کور تخليه کاوه چې په دې کور کې د شته کسانو له لوري پرې ډزې وشوې.))

په ورته مهال، د سترجنرال عبدالرحيم وردګ د اړيکو رياست دفتر د خبرپانې په خپرولو سره د  نوموړي د ساتونکو او پوليسو تر منځ د نښتې راپور رد کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کور د تصميم شنسب، د نصرالدين شنسب زوی  ملکيت دی.

سرچينې ويلي، چې تصميم شنسب له بل تن سره چې د جايداد پر سر دعوا لري او مدعي د محکمې حکم پربنسټ پوليسو ته رجوع کړې چې په پايله کې يې نښته رامنځ شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي دفاع پخواني وزير کور په شش درک سيمه کې دی او دا موضوع له هغه سره هيڅ تړاو نه لري.

login or register a new account.