کابل (پژواک، ۱۲ليندۍ ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر اوسه د امنيتي ځواکونو او ملي دفاع پخواني وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ خپلوانو ترمنځ نښته کې، يو تن وژل شوی او د يوه خبريال او د پوليسو چټک غبرګون قطعې رييس ارکان په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وويل چې تر اوسه د کابل د شهرنو سيمې حاجي يعقوب څلور لارې ته نږدې د دواړو غاړو ترمنځ نښته روانه ده.
نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوی او د کابل پوليسو چټک غبرګون قطعې د رييس ارکان دل اغا په ګډون شپږ کسان ټپيان دي.
دانش زياته کړه چې د ټپيانو له ډلې د يو تن وضعيت نازک دی.
نوموړي وويل: ((دا نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنيتي ځواکونو د محکمې د حکم پر بنسټ او د لويې څارنوالۍ استازي په حضور کې، ياد کور تخليه کاوه چې په دې کور کې د شته کسانو له لوري پرې ډزې وشوې.))
په ورته مهال، د سترجنرال عبدالرحيم وردګ د اړيکو رياست دفتر د خبرپانې په خپرولو سره د نوموړي د ساتونکو او پوليسو تر منځ د نښتې راپور رد کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کور د تصميم شنسب، د نصرالدين شنسب زوی ملکيت دی.
سرچينې ويلي، چې تصميم شنسب له بل تن سره چې د جايداد پر سر دعوا لري او مدعي د محکمې حکم پربنسټ پوليسو ته رجوع کړې چې په پايله کې يې نښته رامنځ شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي دفاع پخواني وزير کور په شش درک سيمه کې دی او دا موضوع له هغه سره هيڅ تړاو نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










