مزار شريف ( پژواک، ۱۳ليندۍ۹۷): د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار ختيځ لور، حيرتانو دوه لاري ته څېرمه ګوريمار دښته کې د افغان غازي محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو چارې پيل شوې.
محمد جان خان وردګ د افغان – انګريز دويمه جګړه کې انګريزانو ته د ماتې ورکولو مبارزه کې مهمه ونډه درلوده، چې له نن څخه ۱۳۸ کاله پخوا د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه د بلخ ولايت په ګوريماردښته کې يې له خپلو يوشمېر ملګرو سره ووژل شو.
ډېر کلونه يې د مقبرې ځای له خلکو ورک و، خو په ۱۳۸۸ کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې او بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو يې مرقد وموندل شو.
د محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو چارې د وردګ قوم ټولنيزې شورا او بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا پر مخ وړل کېږي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق نن (د ليندۍ په ۱۳مه) مزار شريف کې د ياد غازي مقبرې رغولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د افغانستان حکومت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسووليت لري؛ څو د افغان مشاهيرو ياد ژوندی وساتي.
خليق وويل، چې غازي محمد جان خان د انګريزانو پر وړاندې د افغان جهاد له مهمو او کليدي شخصيتونو څخه و، چې د هڅو او مبارزې له امله يې استعماري ځواکونو شکست وخوړ.
هغه زياته کړه چې د مبارزې او جهاد ميدان کې د ښه ځلېدو له امله، امير شېرعلي خان نوموړي ته د جنرالۍ رتبه ورکړه.
ده زياته کړه چې د افغانستان په شفاهي ادبياتو کې د محمد جان خان وردګ د مبارزې ډېره يادونه شوې او افغانان پرې وياړي.
د خليق په خبره اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غازي محمد جان خان وردګ د ياد ژوندي ساتلو په موخه د مزار شريف ختيځ لور، حيرتان دوه لارې ته څېرمه ګوريمار دښته کې پنځه جريبه ځمکه د ياد غازي د مقبرې بيا جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.
د هغه په خبره، د پخوانيو مشاهيرو د ياد ژوندي کېدو سره به د افغانستان نوی نسل د وطندوستۍ مينه زياته شي.
د افغانستان د وردګ قوم سراسري شورا مشر ضياالدين کمال غونډې ته په وينا کې د بلخ له ولسونو او افغان حکومت څخه مننه وکړه، چې د محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو کې مرسته کوي.
ده وويل چې ياد غازي د افغانستان د خلکو او خاورې لپاره ډېرې ستړياوې ګاللي او بايد د ياد تازه کولو لپاره يې نور اقدامات هم وشي.
login or register a new account.