منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د غازي محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو چارې پيل شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۳۲ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۱۳ليندۍ۹۷): د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار ختيځ لور، حيرتانو دوه لاري ته څېرمه ګوريمار دښته کې د افغان غازي محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو چارې پيل شوې.

محمد جان خان وردګ د افغان – انګريز دويمه جګړه کې انګريزانو ته د ماتې ورکولو مبارزه کې مهمه ونډه درلوده، چې له نن څخه ۱۳۸ کاله پخوا د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه د بلخ ولايت په ګوريماردښته کې يې له خپلو يوشمېر ملګرو سره ووژل شو.

ډېر کلونه يې د مقبرې ځای له خلکو ورک و، خو په ۱۳۸۸ کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې او بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو يې مرقد وموندل شو.

د محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو چارې د وردګ قوم ټولنيزې شورا او بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا پر مخ وړل کېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق نن (د ليندۍ په ۱۳مه) مزار شريف کې د ياد غازي مقبرې رغولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د افغانستان حکومت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسووليت لري؛ څو د افغان مشاهيرو ياد ژوندی وساتي.

خليق وويل، چې غازي محمد جان خان د انګريزانو پر وړاندې د افغان جهاد له مهمو او کليدي شخصيتونو څخه و، چې د هڅو او مبارزې له امله يې استعماري ځواکونو شکست وخوړ.

هغه زياته کړه چې د مبارزې او جهاد ميدان کې د ښه ځلېدو له امله، امير شېرعلي خان نوموړي ته د جنرالۍ رتبه ورکړه.

ده زياته کړه چې د افغانستان په شفاهي ادبياتو کې د محمد جان خان وردګ د مبارزې ډېره يادونه شوې او افغانان پرې وياړي.

د خليق په خبره اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غازي محمد جان خان وردګ د ياد ژوندي ساتلو په موخه د مزار شريف ختيځ لور، حيرتان دوه لارې ته څېرمه ګوريمار دښته کې پنځه جريبه ځمکه د ياد غازي د مقبرې بيا جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.

د هغه په خبره، د پخوانيو مشاهيرو د ياد ژوندي کېدو سره به د افغانستان نوی نسل د وطندوستۍ مينه زياته شي.

د افغانستان د وردګ قوم سراسري شورا مشر ضياالدين کمال غونډې ته په وينا کې د بلخ له ولسونو او افغان حکومت څخه مننه وکړه، چې د محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو کې مرسته کوي.

ده وويل چې ياد غازي د افغانستان د خلکو او خاورې لپاره ډېرې ستړياوې ګاللي او بايد د ياد تازه کولو لپاره يې نور اقدامات هم وشي.

هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه هم مننه وکړه، چې د محمد جان خان وردګ د مقبرې جوړېدو لپاره يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې مالي امکانات برابر کړي دي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې هر کال مزار شريف کې د غازي محمد جان خان په وياړ څېړنيز سيمينار جوړ شي او همدا راز د حيرتان دوه لاری د ياد غازي په نوم ونومول شي.

د محمد جان خان وردګ په نوم د دولتي مډال، بله غوښتنه وه چې ښاغلي کمال يې له حکومت څخه د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ده د افغانستان په خلکو غږ وکړ، چې يو موټی شي او له روانو ستونزو څخه د هېواد د ژغورلو لپاره لاس په کارشي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، چې د غازي محمد جان خان په ګډون د افغانستان نورو مبارزو او اتلو مشرانو خپل مسووليتونه د دې هېواد او خاورې په تړاو ادا کړي او اوسنی نسل بايد د هغوی پر لاره لاړ شي.

د هغه په خبره، څلور لسېزې کېږي، چې افغانان په بېرحمانه ډول وژل کېږي؛ خو هېڅوک نشته چې دغه بل شوی اور مړ کړي.

ده وويل، څو چې افغانان يو موټی نه شي او د دې هېواد د جوړېډو لپاره کار ونه کړي؛ هېڅ بهرنی هم د دې وطن د ستونزو حل کېدو لپاره کار نه کوي.

حديد زياته کړه،سره له دې چې افغانان په ستونزو کې راښکېل دي؛ خو بيا هم هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد غرور او عظمت ته په سپک نظر وګوري.

د هغه په خبره، د افغانستان دښمنان د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ په رامنځته کېدو سره هڅه کوي، چې خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

هغه په خلکو غږ وکړ، چې د هېڅ ډول دسيسو ښکار نه شي او په خپل منځ کې د يوه ملت او وروڼو په څېر ژوند وکړي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال شجاع الدين شجاع غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې افغانان بايد د خپلو نيکونو تاريخ وساتي او د هېواد رغونې پروسه کې برخه واخلي.

هغه د حکومت په استازيتوب ژمنه وکړه چې بلخ ولايت کې به د غازي امان الله خان او د افغانستان د نورو هغو څېرو د ياد بيا راژوندي کېدو لپاره هڅې وکړي، چې هېواد ته يې خدمت کړى.

ده همدا راز ژمنه وکړه چې نږدې راتلونکي کې به بلخ ولايت کې د غازي محمد جان خان وردګ په نوم يو ښوونځي هم ونومول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه