ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي

ولسمشر غني: د ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي

author avatar
9 Dec 2018 - 15:01
ولسمشر غني: د ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي
author avatar
9 Dec 2018 - 15:01

 

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): ولسمشر غني د دې تر څنګ چې د بنیادي اصلاحاتو او کندې ايستلو ترمنځ توپیر بايد وشي، وويل چې دى او حکومت يې اراده لري د فساد ريښې وچې کړي.

نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړۍ والې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

دغه مراسم په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو او په کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو کوردپلوماتیک غړو هم په کې حضور درلود.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل، کله چې په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره کار کوي، یو شمېر خلک فکر کوي چې د اصلاحاتو مخکښان غواړي نورو ته کنده وباسي او په دې توګه له اصلاحاتو منفي برداشت کوي، خو نور بیا پر دې باور دي چې روښانه اینده او د ښې راتلونکې لپاره د اصلاحاتو راوستل، د بنسټونو کېښودل دي.

ده زياته کړه، دا چې د بنیادي اصلاحاتو او کندې ایستلو ترمنځ توپیر وشي، د اصلاحاتو شپږو اساسي ابعادو ته د پاملرنې اړتیا ده چې د باورمندۍ، مشخصې طرحې، لارې نقشه، ارادې، تطبیق او پایلو څخه عبارت دي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د فساد بیه څوک پرې کوي، وویل، په تېر کې کانکور د فساد واضح بېلګه وه، لسګونو ځوانانو مو انتحار وکړ، زرګونه ځوانان مو په کانکور پروسه کې د فساد له امله نا امیده شول، معلومه ده چې د دې ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریبانو اولادونه پرې کوي، خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

ده څرګنده کړه، کلونه زرګونه دوسیې لاینحل پاتې وې، خو نن د خدای تعالی په فضل که دوسیې ډېرې هم پاتې شي، له یوې ربعې نه تر بلې دي، خو تېرې د تصفیه کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه، چا باور درلود چې قراردادونه له اړیکو پرته کېږي.

ولسمشر دې ته په اشاره چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته افغانستان ته توجه زیاته وه، وویل: میلیاردونه ډالر راغلل، ولې زموږ اوبه مدیریت نه شوې، سړکونه مو جوړ نه شول او موږ د زېربنا څښتن نه شو؛ ځکه موږ د پیسو مدیریت ونه کړ او شخصي ګټو ته مو پر ملي ګټو ترجیح ورکړه او نتیجه یې دا شوه چې نن نړۍ پوښتنه کوي چې موږ خو درسره مرسته وکړه، تاسې ځان ته څه وکړل، باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړو.

غني د عدلي او قضايي مرکز دوو کارکوونکو سایمې او توریالي ته چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې ځانونه له لاسه ورکړل، له فساد سره د مبارزې د شهیدانو لقب ورکړ.

هغه څرګنده کړه، له فساد سره د مبارزې یوه لار، نسلي تغیير دی، ځوانه رهبري چې اوس زموږ او ستاسې پر وړاندې قرار لري، له پیاوړي مقاومت سره مخ شوې، خو تر دې ځایه را رسېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.