بلخ (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې پر سيمه ييزو پاڅون کوونکود ناپېژانده وسله والو په بريد کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د دولت اباد ولسوالۍ په شینګل باغ سیمه کې نن له غرمې وروسته شوى.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې جنازه د سيمې د يو عادي وګړي وه او د بريد موخه د سيمه ييزو پاڅون کوونکو قوماندان و. دى زياتوي چې په بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.
خو د بلخ ملکي روغتون یوه سرچینه وایي چې روغتون ته له دغه بريد څخه څلور مړي او نهه ټپیان ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن