Language

د خط نو بنسټ: په هېواد کې د کوکنارو کر کيله او قاچاق زيات شوى

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په بلخ ولايت کې د خط نو څېړنيز بنسټ وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله او قاچاق په بېساري ډول زيات شوي او حکومت او نړيواله ټولنه يې د مبارزې په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.

خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې سږ کال په هېواد کې د نشه يي توکو په کر کې ٢٩ سلنه کموالى راغلى دى.

دغه څرګندونې د ياد بنسټ مسوولينو په مزارشريف ښار کې د لېندۍ په ۲۵مه ((په افغانستان کې د اينګليس لاسوهنه او اغېزې يې)) کنفرانس کې وکړې.

د خط نو څېړنيز بنسټ مسوول عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په ټول افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې باندې کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې تېر کال د کرل شوې ځمکې اندازه ۲۰۱ زره هکتاره ځمکه وه.

نوموړي زياته کړه چې دا له ۲۰۰۹ کال راهيسې په افغانستان کې د کرل شوو کوکنارو تر ټولو زياته کچه ښيي.

د هغه په خبره، د قاچاق لپاره پرانيستې لارې، په ګمرکونو کې فساد، د مخالفينو لپاره عايداتي سرچينې او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقداماتو نشتون، د نشه يي توکو د زياتوالي عمده لاملونه ګڼل کېږي.

مصباح وويل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره ډېر د هېواد جنوبي او شرقي ولايتونو له مرزي کرښو کار اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، د ډيورنډ فرضي کرښې نامعلوم برخليک د دې لامل شوی چې له يادې کرښې څخه د مخالفينو د تګ راتګ تر څنګ د نشه يي توکو د قاچاق لپاره هم استفاده کېږي.

د خط نو څېړنيز بنسټ مسوول زياته کړه: ((څو چې افغان حکومت په ګمرکونو باندې څار زيات نکړي او سرحدي مسايلو باندې کنټرول ونلري؛ نو تر هغې پورې د نشه يي توکو د کموالي توقع نه شي ترې کېدای.))

هغه زياتوي چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره جدي مبارزې ته هم اړتيا ده چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه يې بايد ترسره کړي.

نوموړی وايي چې کور دننه هم بايد د نشه يي توکو د نه کارونې لپاره زمينه سازي وشي چې د معتادينو درملنه او پر مخالفينو د نشه يي توکو د عايداتو وچول يې مهمې برخې دي.

د هغه په وينا، افغان حکومت بايد د نړيوالې ټولنې او نړيوالو قوانينو په همکارۍ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.

login or register a new account.