مزارشريف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په بلخ ولايت کې د خط نو څېړنيز بنسټ وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله او قاچاق په بېساري ډول زيات شوي او حکومت او نړيواله ټولنه يې د مبارزې په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې سږ کال په هېواد کې د نشه يي توکو په کر کې ٢٩ سلنه کموالى راغلى دى.
دغه څرګندونې د ياد بنسټ مسوولينو په مزارشريف ښار کې د لېندۍ په ۲۵مه ((په افغانستان کې د اينګليس لاسوهنه او اغېزې يې)) کنفرانس کې وکړې.
د خط نو څېړنيز بنسټ مسوول عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په ټول افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې باندې کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې تېر کال د کرل شوې ځمکې اندازه ۲۰۱ زره هکتاره ځمکه وه.
نوموړي زياته کړه چې دا له ۲۰۰۹ کال راهيسې په افغانستان کې د کرل شوو کوکنارو تر ټولو زياته کچه ښيي.
د هغه په خبره، د قاچاق لپاره پرانيستې لارې، په ګمرکونو کې فساد، د مخالفينو لپاره عايداتي سرچينې او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقداماتو نشتون، د نشه يي توکو د زياتوالي عمده لاملونه ګڼل کېږي.
مصباح وويل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره ډېر د هېواد جنوبي او شرقي ولايتونو له مرزي کرښو کار اخيستل کېږي.
د هغه په وينا، د ډيورنډ فرضي کرښې نامعلوم برخليک د دې لامل شوی چې له يادې کرښې څخه د مخالفينو د تګ راتګ تر څنګ د نشه يي توکو د قاچاق لپاره هم استفاده کېږي.
د خط نو څېړنيز بنسټ مسوول زياته کړه: ((څو چې افغان حکومت په ګمرکونو باندې څار زيات نکړي او سرحدي مسايلو باندې کنټرول ونلري؛ نو تر هغې پورې د نشه يي توکو د کموالي توقع نه شي ترې کېدای.))
هغه زياتوي چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره جدي مبارزې ته هم اړتيا ده چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه يې بايد ترسره کړي.
نوموړی وايي چې کور دننه هم بايد د نشه يي توکو د نه کارونې لپاره زمينه سازي وشي چې د معتادينو درملنه او پر مخالفينو د نشه يي توکو د عايداتو وچول يې مهمې برخې دي.
د هغه په وينا، افغان حکومت بايد د نړيوالې ټولنې او نړيوالو قوانينو په همکارۍ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې د اجرائيه رياست سلاکار محسن دانش بيا پر حکومت او نړيوالې ټولنې نيوکه کوي چې افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره جدي مبارزه نه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل چې له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت سمبوليکه بڼه لري چې د نشه يي توکو د مخنيوي او يا هم له منځه وړلو برخه کې يې هڅې اغېزمنې نه دي.
هغه د نشه يي توکو د زيانونو په تړاو د علماوو، مدني ټولنو او رسنيو له لارې عامه پوهاوی هم له مخدره موادو سره د مبارزې برخه کې ګټور ګام بولي چې په وينا يې حکومت يې بايد ترسره کړي.
د دانش په خبره، که افغانان خپل منځ کې يو موټی شي او له حکومت سره د همکارۍ لاس ورکړي، نو له دې سره په هيواد کې د بهرنيو لاسوهنو زمينه هم تر يوه حده کمرنګه کېږي.
د بلخ ديني عالم عبدالروف توانا په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون او لاسوهنې د نشه يي توکو د زياتوالي لوی لامل بولي.
هغه پژواک ته وويل چې نشه يي توکي د جګړې د اوږدېدو او ګرمېدو لپاره تر ټولو لويې عايداتي سرچينې دي چې بهرنيان يې تر شا لاس لري.
نوموړي د بېلګې په ډول وويل: ((هلمند کې د افغانستان تر ټولو ډېر تارياک تولېدېږي، په داسې حال کې چې ياد ولايت کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز هم موجود دی؛ نو له دې ښکاري چې چرته بهرني ځواکونه وي هلته به نشه توکي هم ښه زيات کرل کېږي او قاچاق کېږي.))
دغه ديني عالم زياته کړه چې د دين له نظره د نشه يي توکو کرکيله، قاچاق او استعمال حرام دی او له ديني علماوو څخه يې په دې برخه کې د مسووليت ادا کولو غوښتنه وکړه.
بلخوا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې مېرمن سلامت عظيمي چې نن يې په کندهار کې يو سيمينار ته وينا کوله، ادعا وکړه چې د روان کال په اوږدو کې د هېواد په کچه د خلکو په مرسته د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.
هغې زياته کړه، ، دولت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۵ کلن پلان او ځانګړې ستراتېژي جوړه کړې ده چې ځینې پالیسۍ یې تصویب او نورې یې د تصویب په حال کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










