Language

د بلخ د نا امنو ولسواليو لپاره د ملي اردو نوى کنډک جوړ شوى

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په شمال کې د شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د بلخ نا امنو ولسواليو د امنيت لپاره يې د ملي اردو نوى کنډک جوړ کړى دى.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې افغان ځواکونو د ليندۍ په ۲۴مه، د شمال په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د مخالفينو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

نوموړی وايي چې په يادو عملياتو کې به د نورو افغان ځواکونو تر څنګ کمانډو او ضربتي قوواې هم برخه ولري.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو يوه موخه دا ده چې د فارياب – جوزجان تر منځ لويې لارې پر سر امنيتي ستونزې له منځه لاړې شي.

احمدزی وايي چې د ايثار ١۰ په نوم دغه عمليات د دوو مياشتو په اوږدو کې پلانګذاري شوي چې يادو ولايتونو کې د ننګونو تر له منځه وړلو به دوام ولري.

نوموړي دا هم وويل چې د عملياتو پر مهال لويه ستونزه دا ده چې وسله وال مخالفين د عامو خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي او په خبره يې چې امنيتي ځواکونه د ملکيانو د خونديتوب په موخه احتياط کوي.

د هغه په وينا، د جوزجان- فارياب ترمنځ غځېدلې لويه لار به له تصفيې وروسته په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو له خوا څارل کېږي چې بيا ځلي يې امنيتي وضعيت کړکېچن نه شي.

احمدي زياته کړه چې بلخ ولايت کې يې د ملي اردو يو نوی کنډک تشکيل کړی چې په پر مختللو وسلو او تجهيزاتو سمبال دي.

نوموړی وايي چې د نوي تشکيل شوي کنډک دنده د بلخ ولايت په نا امنو ولسواليو کې له امنيتي ننګونو سره مبارزه ده.

د شاهين قول اردو قوماندان که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي؛ خو زياتوي چې يو شمېر هېوادونه وسله والو طالبانو ته وسلې او نور تجهيزات ورکوي؛ څو د افغانستان شمال نا امن وساتي.

د هغه په خبره، د وروستيو عملياتو پر مهال يې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې داسې وسلې او د شپې دوربينونه هم نيولي چې له بهرنيو هيوادونو څخه ورته راغلي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې افغان امنيتي ځواکونه له خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې بشپړه وړتيا لري.

login or register a new account.