مزارشريف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په شمال کې د شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د بلخ نا امنو ولسواليو د امنيت لپاره يې د ملي اردو نوى کنډک جوړ کړى دى.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې افغان ځواکونو د ليندۍ په ۲۴مه، د شمال په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د مخالفينو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.
نوموړی وايي چې په يادو عملياتو کې به د نورو افغان ځواکونو تر څنګ کمانډو او ضربتي قوواې هم برخه ولري.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو يوه موخه دا ده چې د فارياب – جوزجان تر منځ لويې لارې پر سر امنيتي ستونزې له منځه لاړې شي.
احمدزی وايي چې د ايثار ١۰ په نوم دغه عمليات د دوو مياشتو په اوږدو کې پلانګذاري شوي چې يادو ولايتونو کې د ننګونو تر له منځه وړلو به دوام ولري.
نوموړي دا هم وويل چې د عملياتو پر مهال لويه ستونزه دا ده چې وسله وال مخالفين د عامو خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي او په خبره يې چې امنيتي ځواکونه د ملکيانو د خونديتوب په موخه احتياط کوي.
د هغه په وينا، د جوزجان- فارياب ترمنځ غځېدلې لويه لار به له تصفيې وروسته په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو له خوا څارل کېږي چې بيا ځلي يې امنيتي وضعيت کړکېچن نه شي.
احمدي زياته کړه چې بلخ ولايت کې يې د ملي اردو يو نوی کنډک تشکيل کړی چې په پر مختللو وسلو او تجهيزاتو سمبال دي.
نوموړی وايي چې د نوي تشکيل شوي کنډک دنده د بلخ ولايت په نا امنو ولسواليو کې له امنيتي ننګونو سره مبارزه ده.
د شاهين قول اردو قوماندان که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي؛ خو زياتوي چې يو شمېر هېوادونه وسله والو طالبانو ته وسلې او نور تجهيزات ورکوي؛ څو د افغانستان شمال نا امن وساتي.
د هغه په خبره، د وروستيو عملياتو پر مهال يې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې داسې وسلې او د شپې دوربينونه هم نيولي چې له بهرنيو هيوادونو څخه ورته راغلي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې افغان امنيتي ځواکونه له خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې بشپړه وړتيا لري.
د شاهين قول اردو قوماندان د فارياب ولايت سر حوض سيمې ته په اشارې وويل چې د امنيتي ځواکونو او دولتي ملاتړو د تلفاتو د مخنيوي په موخه يې له يادې سيمې څخه خپل ځواکونه را ايستلي دي.
هغه که څه هم ډېر جزئيات ورنه کړل خو يې ويې ويل: ((موږ نه غوښتل چې په سرحوض کې د ملي اردو له ځواکونو څخه د تنظيمي او شخصي ګټو لپاره استفاده وشي، موږ له هغه ځايه راووتلو؛ خو له پلان جوړونې وروسته به په ياده سيمه کې د کمانډويانو لخوا د مخالفينو د ځپلو عمليات پيل شي.))
احمدزي دا هم وويل چې په بدخشان، تخار، جوزجان او فارياب ولايتونو کې بهرني وګړي د وسله والو طالبانو په ليکو کې ځاى پر ځای شوي او د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه مخ ته بيايي.
هغه وايي، که څه هم چې داعش په شمال زون کې ځپل شوي؛ خو په وينا يې چې دغه ډله هڅه کوي، څو په بدخشان، جوزجان او فارياب ولايتونو کې يو ځل بيا خپل فعاليتونه پيل او پراخ کړي.
خو د قول اردو قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونه به پرې نه ږدي، څو يو ځل بيا داعش ډله قوت پيدا کړي او سيمې نا امنه کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د ملي اردو ځواکونه له هر ډول قومي، ګوندي او سمتي تړاوونو څخه پاک دي او يواځينۍ موخه يې د خاورې او هيواد ساتل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










