غزني (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): د غزني اوسېدونکي وايي چې د حکومت له لوري د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو له بنديز لګولو خوښ نه دي؛ ځکه دغه پرېکړه يواځې پر عامو خلکو پلې کېږي.
پرون د غزني نظامي شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته بې اسناده او د تورو ښيښو موټر او موټرسايکل په ښار کې نه شي ګرځېدلی.
خو د غزني خلک له دې پرېکړې خوښ نه دي.
د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني ښار او ولسواليو کې په سلو کې لس موټر هم اسناد نه لري.
هغه وايي: ((موږ له دې پرېکړې هېڅ خوښ نه يو؛ ځکه دغه شان پرېکړې يواځې پر عامو خلکو پلې کېږي.))
دغه راز د غزني بل اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې له دې مخکې هم د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو بنديز لګول شوى و خو بيا امنيتي کسانو ورنه ګټه پورته کوله.
هغه وايي: ((خلکو ته يې يې د ګرځېدو اجازه نه ورکوله، خو بيا خپله په کې بې غمه ګرځېدل.))
نوموړي زياته کړه چې خلکو پر دغو بې اسناده موټرو پانګونې کړې دي چې حکومت بايد ورته يوه سمه د حل لار پيدا کړي.
د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې حکومت به يواځې د څو ورځو لپاره په ښار کې وکولاى شي چې د دغو موټرو د تګ راتګ مخه ونيسي خو په ولسواليو کې دغه امر نه شي پلى کولاى.
په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې له دې پرېکړې موخه د قانون تطبيق او د جرمونو مخنيوی دى.
هغه وايي: ((په ډېرو مواردو کې ترهګر او جنايتکاران له همدې بې اسنادو موټرو ګټه پورته کوي نو ځکه موږ يې پر تګ راتګ بنديز لګولى دى.))
دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل وويل چې دغه لړۍ به په دوامداره توګه روانه وي او په دې برخه کې جدي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP